پکتیا: د قومي شخړو له امله د ګردیز _ډنډپټان ترانزیټي لار تړلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۷)

په پکتیا کې سوداګر او ځایي چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د ځاځیو او منګلو ترمنځ د قومي شخړو له امله د ګردیز -ډنډپټان لویه لار د لویو بارونکو موټرو پرمخ تړل شوې.
سوداګر وایي، چې د لارې تړلو له امله تر یو میلیون افغانیو ډیر زیان ورته اوښتی او د سبزیو او هګیو په ګډون یې ټول خرابیدونکي توکي یا له منځه تللي او یا هم له ګواښ سره مخ دي.

سوداګر وایي، تر اوسه نه د اړوندو ولسوالیو چارواکو او نه هم د ولایت مرکزي ادارې په دې تړاو کوم اقدامات کړي په داسې حال کې چې د دوی مالونه اوس زیاتره مخ پر خرابیدو دي.
د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالميار وایي، ستونزه یې له دولتي چارواکو سره شریکه کړې، خو لا یې هم په تړاو کوم اقدامات نه دي شوي، هغه زیاتوي “دلته د دوو قومونو تر منځ مشکل دی او زموږ تاجر ته يې مشکل جوړ کړی دی. اکثره وخت قومي يا شخصي شخړې وي، نو بيا زموږ تاجر ته صدمه رسوي، که شخړه وي بايد له قومي يا دولتي لارې يې حل کړي، له تاجر سره دوی څه کار لري؟“

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ستونزه مني، خو وایي چې د ستونزې د حل په موخه یې هڅې پیل کړې او ښایي ژر حل شي.
دیادونې وړ ده چې د ځاځیو او منګلو تر منځ تر دې وړاندې هم په ځلونو ورته قومي شخړې رامنځ ته شوې چې لوی زیان یې سوداګرو ګاللی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close