پکتیا: د مېوې د بسته بندۍ دوه مجهز مرکزونه پرانېستل شول

کابل ټکی کام ۱۸سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د پکتیا ولایت د کرنې ریاست وايي چې په ولایت کې یې د مېوې د بسته بندۍ دوه ستر مرکزونه د پرانیستنې څخه وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه دوه ستر مرکزونه پکتیا ته د کرنې د وزیر د سفر په ترڅ کې پرانیستل شول چې یو یې د یاد ولایت په مرکز (ګردیز) او بل یې په سید کرم ولسوالۍ کې واقع دي.
د کرنې وزیر اسدالله ضمیر پکتیا ته د سفر پر مهال کې وویل چې په راتلونکي کال کې به په دغه ولایت کې یو شمېر پراختیايي پروژې عملي کړی شي.
ده همدا شان وویل، «په پام کې لرو چې راتلونکي کال کې به د بڼوالۍ او مالدارۍ پروګرامونه له ۴ ولسوالیو څخه ۹ ولسوالیو ته وغځوو.»
ده زیاته کړه چې په دغو پروګرامونو کې به ۳زره جریبه نوي بڼونه جوړ کړي، او پخواني زاړه به بیا ورغوي.
د کرنې د وزارت له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې پر یادو دوو سترو مرکزونو ټول مالي لګښت ۲۳۶زره امریکايي ډالره مصرف شوی دی.
خبر پاڼې لیکلي چې دغه دوه ستر مرکزونه د اسیا د پراختیایي بانک او د دولت د پراختیایي بودیجې په مرسته پرانیستل شوي دي.
خبر پاڼې لیکلي چې دغه دوه ستر مرکزونه په ۲۴ ساعتونو کې ۷ مټریک ټنه تازه مېوه بسته بندي کوي.
خبر پاڼې زیاته کړې ده چې یاد مرکزونه د مینځلو، پاکولو، بسته بندۍ، زېرمه کولو او وچولو امکانات هم لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close