پکتیا: د ولسوالۍ شورا ته نوماند وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۵)

راپورونه وایي چې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ شورا ته ولاړ کاندید محمدخان خپلواک په مرکز ګردیز کې وژل شوی.

د پکتیا د امنیې قوماندان مل پاسوال راز محمد مندوزی وایي، خپلواک تیر ماښام د ګردېز ښار اړوند بلندمنزلو سیمه کې په خپل کور کې د خپلو زامنو له لوري وژل شوی.

د مندوزي په خبره، تر پیښې وروسته د نوموړي ځامن له سیمې تښتیدلي او دوی یې په اړه پلټنې پیل کړې.

دا په تیرو څو ورځو کې دوهم نوماند دی چې وژل کیږي، وړمه ورځ د کابل په شکردره ولسوالۍ کې د ولسي جرګې یو نوماند د بهرنیو او افغان ځواکونو په چاپه کې ووژل شو او د نوموړي د کورنۍ غړي یې د بندیانو په توګه له ځانه سره یووړل.
تر دې وړاندې یو نوماند په جلال آباد کې د داعش ډلې په برید کې ژوند له لاسه ورکړی و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close