پکتیا: د ولسي مرګ ژوبلې په غبرګون کې پراخ لاریون شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۱)

د پکتیا په مرکز ګردیز کې د تیرې شپې د چاپې په غبرګون کې ولسي خلکو ستر لاریون کړی دی.

دغه چاپه چې تیره ورځ د زرمت ولسوالۍ د بدري بازار په سیمه کې پر ولسي میشت ځایونو او بازار وهل شوې، د ولسي خلکو په وینا ، پکې د یوه دیني عالم په ګډون ۱۱ تنه عام وګړي وژل شوي او د بازار ګڼو دکانونه ویجاړ شوي دي.
د زرمت ولسوالۍ خلکو د خپلو شهیدانو تابوتونه د ولایت مقام مخې ته راوړي او د افغان او امریکایي چارواکو پرضد شعارونه ورکوي.

پکتیا : د ملکي مرګ ژوبلې په غبرګون کې لاریون شوی

لاریونوال وایی چې دا پیښه په لوی لاس ترسره شوې او عاملینو ته یې د درنې علني جزاء غوښتونکی دي.

دا پیښه داسې مهال رامنځته شوې چې په همهاله توګه د پکتیا په څنګلوري غزني کې هم پر ولسي خلکو خونړۍ چاپه وهل شوې.

د غه چاپه چې د کندهار د صفر ۳ قطعې او امریکایي ځواکونو له خوا د ناوې ولسوالۍ پر بازار او مرکز وهل شوې په جریان کې یې ګډوځواکونو یو جامع مسجد، یو د تيلو پمپ، ګڼ شمیر دوکاونونه او تر ۶۰ عرادو پورې د ملکي خلکو وسائط مکمل له منځه وړي، او ولسي خلکوته يې په میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.

دغه راز په دې پیښه کې ۳ تنه عام خلک چې چوکیداران وو هم په شهادت رسيدلي او ۵ تنه نور يې له ځانه سره ژوندي بیولي دي.

افغان چارواکو د معمول سره سم پر دې پیښو د کوم غبرګون جرأت نه دی کړی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close