پکتیا: ضربتیانو دکانونه په ډیسي توپونو ویشتلي ۳۴ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۵)

راپورونه وایي، چې تیره ورځ د پکتیا ولایت د ګردې څیړۍ ولسوالۍ اړوند سوري خیلو سیمه کې ضربتي ځواکونو چې د کمپاین عسکرو په نوم هم شهرت لري، پر عامو خلکو د درنو وسلو بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې.

خبر زیاتوي؛ یادو ځواکونو د ډیسي توپونو په مټ د ولسي خلکو دوکانونه په کنډواله بدل کړي او ګڼ مالي زیانونه یې ور اړولي.

دغه راز په دې بریدونو کې ۹ کسه عام وګړي په شهادت رسیدلي او ۲۵ تنه نور ټپیان هم دي، چې د ګڼو یې روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښوول شوی دی.

طالبانو ویلي چې د پیښې په ځای کې د دوی وسلوال سیمه کې نه و او وژل شوي دکانداران چې طالبانو یې نومونه هم رسنیز کړي، ټول ملکي کسان دي.
طالبان وایي، چې تر برید وروسته یې سیمې ته ځواکونه رسیدلي چې په پوره دوه ساعتیز مقاومت کې یې د یادو ځواکونو ۱۰ عسکر ووژل او ۵ نور ټپیان شول.
طالبانو د خپل یوه ملګري د ټپي کیدو پخلی هم کړی دی.

ضربتي ځواکونه د امریکایانو ځانګړې افغان ملیشه بلل کیږي، چې په شپنیو چاپو او لویو عملیاتو کې د بهرنیانو ملتیا کوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close