پکتیا لاریونوال: حکومت دې پر ولسي خلکو د بمباریو مخه ونیسي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۱)
د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ ولسونو د یوه اعتراضیه لاریون په ترڅ کې له حکومت نه وغوښتل چې، پر ولسي خلکو دې د بې موجبه بمباریو مخه ونیسي.
دغه لاریونوال چې شمیر یې سلګونو ته رسیده، د وروستۍ خونړۍ پیښې په ویر راوتلي وو او له دولت یې په دې برخه کې د څیړنو او د داډول پیښو د نه تکرار غوښتنه کوله.

څو ورځې وړاندې د یادې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ولسي خلکو پر یوه موټر هوایي برید وشو چې په کې د دو ښځو او دو ماشومانو په ګډون ۷ کسان ووژل شول.

راټولو شویو خلکو ګواښ وکړ، چې که داډول پیښې بیا تکرار شوې، دوی به د دولت پلوه ځواکونو او د هغوی نړیوالو ملاتړو پر وړاندې وسلوال پاڅون وکړي.
راټولو شویو کسانو په یوه پریکړه لیک کې حکومت ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې پر ولسي خلکو هوایي بریدونه په بې ساري ډول زیات شوي، چې حکومت او نړیواله ټولنې یې پر وړاندې د څه ویلو جسارت نه دی کړی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close