پکتیا: لجه منګلو کې دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعا کوي

وسلوالو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې جګړه لا هم دوام لري او په وینا یې چې د دې بریدونو په لړ کې یې د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ او ورسره په څنګ کې لویه قرارګاه په بشپړه توګه نیولې.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۴)

د پکتیا ولایت د لجه منګلو پر ولسوالۍ د طالبانو برید کې دواړو لوري یو او بل ته د دروند زیان اړولو ادعا کوي.
د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال راز محمد مندوزي رسنیو ته په خبرو کې وویل، د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په جګړه کې ۲۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي، . سیمې ته یې د ځانګړو ځواکونو تر څنګ د ملي پوځ، سرحدي ځواکونو او ملي پولیسو تازه دمي سرتیري هم استولي او وضعیت یې کنترول کړی.

په عین حال کې وسلوالو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې جګړه لا هم دوام لري او په وینا یې چې د دې بریدونو په لړ کې یې د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ او ورسره په څنګ کې لویه قرارګاه په بشپړه توګه نیولې.

طالبان وایي په دې نښتو کې د استخباراتو د مدیر (نذیر) په ګډون ۱۸ تنه عسکر او پولیس وژل شوي ، ۸ تنه ټپیان او دوه یې ژوندي نیولي.
طالبانو د یو شمیر وسایطو د لمنځه وړلو ادعا هم کړې او زیاته کړې یې ده چې ۲ ټانګونه، ۱ عراده رینجر موټر او په ډیره اندازه وسلې، مهمات اونظامي توکي یې هم لاس ته ورغلي.
په ورته وخت کې طالبانو یادې ولسوالۍ ته په روانو کومکي ځواکونو هم بریدونه کړي، طالبان وایي “د نښتو په لړکې ۷ تنه عسکر او پولیس ووژل شول، د څمکنو ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون ۱۴ تنه عسکر، پولیس اواربکیان ټپيان دي“
طالبانو په دغو بریدونو کې خپلو دو ملګرو د وژل کیدو او ۴ نورو د ټپي کیدو پخلی هم کړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close