پکتیا: په ډنډ پټان ولسوالۍ کې افغان او پاکستاني پوځیانو نښته کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۷)

راپورونه وایي؛ چې د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ په انزرکي کنډو سیمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ ډزې تبادله شوې.
نن سهار د ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پکتیا په ډنډپټان او د خوست په ځاځي میدان ولسوالیو کې یې د فتح په نامه عملیات پیل کړي.
د عملیاتو تر پیل وروسته پاکستاني عسکرو د کنډو سیمه کې پر افغان ځواکونو ډزې کړې چې د افغان ځواکونو له متقابل غبرګون سره مخ شوي.
تر اوسه د تلفاتو اړوند جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو سیمې ته د اضافي عسکرو د لیږد پریکړه شوې.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې هم د افغان او پاکستاني عسکرو تر منځ نښته شوې وه چې پکې پاکستاني لوري د خپلو دو عسکرو د وژل کیدو او ۵ نورو د ټپي کیدو پخلی کړی و او د خوست د امنیې قوماندانۍ هم د سرتیری وژل منلي و.

د خوست چارواکی وایی؛ د اوسمهال له پاره په پوله کې له پاکستاني لوري سره په  اوربند سلا شوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close