پکتیا: ډنډپټان کې د طالبانو او پولیسو نښتې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱)

د پکتیا ولایت ځایي چارواکي وایي چې د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند د مقبلو تنګي سیمه کې د سپاهیانو په نوم پوسته باندې وسلوالو طالبانو برید کړی.

د امنیې قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم وایي، طالبانو پر یاده پوسته له څلورو خواوو برید کړی او په خبره یې چې په برید کې یو پولیس وژل شوی او ۵ اربکیان ټپیان دي.
نوموړی د ۸ طالبانو د وژلو ادعا هم کوي او زیاتوي چې برید یې په شا تمبولی.
خو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې او ویاند یې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې برید کې یې د یادې پوستې ۲۰ تنه پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې.
نوموړي ویلي، د ۵ پولیسو جسدونه اوس هم سیمه کې پاتې او د پوستې د نیولو تر څنګ یې د ګڼو مهماتو د ولجه کولو خبر هم ورکړی.
ذبیح الله مجاهد دخپل یوه ملګري د وژل کیدو پخلی هم کړی.
دا تلفات داسې مهال رامنځته کیږي چې تیره ورځ د دې ولایت والي شمیم خان کټوازي خپلو ټولو ځواکونو
ته حکم کړی و، چې طالبان باید تر قضا او څارنوالۍ ونه رسول شي او د جګړو په ډګر کې باید ووژل شي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close