پکتیا کې طالبانو د شپږو ولسوالیو لارې تړلي دي

(کابل ټکی کام :شنبه ،لړم ۹ ،۹۴ ۱۳ل)

طالبانو د پکتیا ولایت شپږو ولسوالیو ته غځېدلې لارې د ټرافیکو په مخه تړلي دي .

دغه لار له تېرې ورځې څخه را پديخو د «شوات» په سیمه کې تړل شوې ده .

طالبانو ویلي دي چې لاره يي د یوه جنګي تاکتيک پر اساس تړلې ده.

د سیمې خلکو په وینا،  چې طالبانو ویلي دغه لارې به تر نامعلومې نېټې پورې تړلي وي .

د پکتيا امنيه قوندان «زلمی اورياخېل» وايي، سيمې ته يې امنيتي ځواکونه ليږلي تر څو دغه لار بېرته د ټرافيکو پر مخ پرانيزي، خو تر دې دمه نه یو توانېدلي .

دغه راز وریاخیل ويلي دي چې، وسلوالو طالبانو ځکه دغه لارې تړلې تر څو په سيمه کې بريدونه وکړي او سيمه ييزو امنيتي ځواکونو ته مرستندويه ځواک ور ونه رسيږي .

سمیع الله سعادت

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close