پکتیا: ۳۱ تنه محلي پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۸)

له پکتیا څخه را رسیدلي راپورونه وایی، چې د دې ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ په مربوطاتو کې لسګونه محلي پولیس د طالبانو لیکو ته ورغلي.
سرچینې وایي، د تیرو دریو ورځو په ترڅ کې ۳۱ تنه اربکیان له طالبانو سره یوځای شوي او هغوی یې تود هرکلی کړی.
طالبانو د خبر د پخلي تر څنګ ویلي“ د ځاځي اریوب په ولسوالي کې ۳۱ تنه اربکیان وروسته له هغه چې حقائق یې درک کړل د اسلامی امارت مجاهدینو ته تسلیم شول“
طالبانو د ټولو یوځای شویو اربکیانو نومونه هم خپاره کړي او هغوی یې ته یې پوره امنیتي تضمین هم ورکړی .

د پکتیا ځایي چارواکو تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
باید وویل شي چې په تیره یوه میاشت کې د دې ولایت په احمدخیلو، لجه منګل، ځاځي آریوب او زرمت ولسوالیو کې نږدې سل تنه ملي او محلي پولیس او د ملی اردو سرتیري له طالبانو سره یوځای شوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close