پکتیکا خیرکوټ ولسوالۍ والیبال لوبغالي کې بمي چاودنه شوې ده

کابل ټکی کام ۰۵میزان/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

د پکتیکا له خیرکوټ ولسوالۍ څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې د یوه والیبال په لوبغالي کې د یوې بمي چاودنې له کبله لسګونه تنه مړه او ژوبل شوي دي.
د سیمې د اوسېدونکو له قوله چې تېر مازدیګر د دغه ولسوالۍ په سیګانه کلي کې د والیبال په یوه میدان کې بمي برید شوی دی، چې لا تر دا مهاله د وژل شویو او ټپیانو پوره شمېره نه ده معلومه، خو لا تر ماښامه امبولانسونه د مړو او ټپيانو په لېږدولو بوخت و.
د یوې سرچینې پر اساس چې تر اوسه پورې د ۸تنو وژل کېدو او د ۳۵ ټپیانو مالومات ترلاسه شوي دي، خو کېدای شي چې د مړو شمېر زیات شي.
د یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته ویلي دي چې د والیبال د یادې لوبې ته یو شمېر امنیتي کارکوونکي هم ناست وو.
د سرچینې د خبر له مخې چې لا تر دا مهاله ۶تنه ماشومانو په شمول ۱۰تنه وژل شوي دي، او په لسګونه نور ژوبل دي.
دولتي چارواکي وايي چې ټپیان د مرکز ښرنې په ملکي روغتون کې بستر شوي، او یو شمېر سخت ټپیان یې د ملي دفاع وزارت د الوتکو په مرسته کابل ته لېږدولي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close