پکتیکا: د رومیانو کروندګر د بازار له نه شتون څخه شکایت کوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۴)

د پکتیکا ولایت کروندګر او دهقانان وایي، چې سږکال یې تر بل هر وخت د رومیانو حاصلات ډیر دي خو بازار یې نه شته.

کروندګر وایي، سږکال د یو من (۷کیلو) بانجانو قیمت ۱۲ افغانۍ ده چې دوی ته یې له تاوان پرته هیڅ راز ګټه نه ده کړې.

د کروندګرو په وینا، اوسمهال پاکستاني سوداګر په همدې ټیټه بیه ترې بانجان اخلي او بیا یې په سړو خونو کې تر ساتنې وروسته بیرته پر دوی په لوړه بیه پلوري.

کروندګر له حکومت نه غواړي، چې د حاصلاتو د ساتنې په موخه ورته سړې خونې جوړې کړي، څو د مالونو د خرابیدو مخنیوی یې په ښه توګه وشي او هم یې وخت پر وخت له کومې ستونزې پرته بازار ته عرضه کړي

یو سوداګر وایي “اوس موږ يو من روميان په ١٢ يا له هغه هم په ټيټه بيه ورکوو، دا خپل سر هم نه پوره کوي، ټول کروندګر په تاوان کې روان دي، خو که سړې خونې وي، نو بيا دا مشکل حل کېږي“

په ورته وخت کې د یاد ولایت د کرنې ریاست بیا د سړو خونو نشتون مني ، خو زیاتوي چې د رومیانو کروندګر کولای شي په جوړو شویو ورکشاپونو کې له خپلو رومیانو روب جوړ کړی او بیا یې په ښه بیه وپلوري.
د پکتيکا د کرنې رياست سرپرست صوبت خان خروټی دغه راز وایي ، په دغه ولايت کې د يو شمېر سړخونو پر جوړولو کار روان دى او د نورو د جوړلو لپاره به هلې ځلې وکړي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close