پکتیکا: د سیمیزو پولیسو له خوا د هاوان په برید کې د یوې کورنۍ ۸ تنه شهیدان شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۶)

د پکتیکا له ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وایي،چې د سیمیزو پولیسو د هاوانونو په بریدونو کې ګڼو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني وويل چې تېره شپه د وړممۍ ولسوالۍ په سيدخېلو سيمه کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.
لیونی وایي، وايي؛ په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسان شهيدان شوي او درې نور ټپيان دي.

ځایي خلک وایی، پر ولسي میشت ځایونو وروسته تر هغه د اربکیانو له خوا هاونونو اورول شوي،چې په یوه نښته کې یې د طالبانو له خوا تلفات وګالل.

که څه هم سیمیز چارواکي د هاونونو پړه پر وسلوالو طالبانو ور اچوي خو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ چې په سیمه کې یې هیڅ ډول غټې وسلې نه دي کارولې او په دې هکله د حکومتي چارواکو ادعاوې رد کړې دي.
د یادونې وړ ده چې دولتي ځواکونه ډیری وخت د جګړې پر مهال د طالبانو پر وړاندې له ثقیله وسلو کار اخلي چې په زیاتو وختونو کې یې تلفات یواځې ولسي خلکو ته رسیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close