پکتیکا: هوایي برید کې یو دولتي مامور او ملګری یې وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۴)

له پکتیکا ولایت نه په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي چې تیره شپه د دغه ولایت د حج او اوقافو ریاست اړوند یو مدیر او ورسره یو ملګری یې د هوایی برید ښکار شوي.

د دغه ولایت د حج او اوقافو رییس قاضي ظبط الله رسنیو ته ویلي، د مدیر ذبیح الله په نامه د دغه ریاست یو مدیر چې تیر ماښام له خپل کار ځای څخه د کور پر لور روان و، د ښرنې په ‘سردې‘ سیمه کې پرې چورلکو برید کړی او له خپل یوه ملګري سره یې ځای پر ځای وژلی دی.
د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين هم پیښه تائیدوي خو وایي چې د برید انګیزه تر اوسه نه ده څرګنده.
دا لومړی ځل نه ده چې د بهرنیانو په هوایي برید کې یو دولتي مامور په نښه کیږي، تر دې وړاندې په ځلونو د دولتي ځواکونو امنیتي مرکزونه، پوستې، او آوګن شمیر دولتی کارمندان د امریکایي ځواکونو د هوایی بریدونو ښکار شوي، چې تر اوسه د ګډ حکومت ادارې یې پر وړاندې د کوم غبرګون جسارت نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close