پګواش راتلونکې سې شنبه د افغان سولې په اړه کابل کې غونډه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۸) الماس خدرخیل

په افغانستان کې پګواش موسسې رئيس خليل الله صافی وايي چې راتلونکې سې شنبه په کابل کې د افغان سولې په اړه غونډه لري.

نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو سره په خپلو خبرو کې وکړې.

ښاغلی خليل الله صافی زياتوي، چې په راتلونکې غونډه کې يې پخواني جهادي مشرانو تر څنګ د هېواد سياسي شنونکو ته هم بلنه ورکړې ترڅو د اوربند په تړاو خپل نظرونه ورکړي.

 صافي وويل: ((پګواش چې په ۱۹ ماده کې د سولې هوکړه‎لیک لپاره لومړني کوم مواد تهیه کړي هغه دوحه کې له طالبانو سره شریک شوي، دلته له افغان چارواکو سره هم شریک شوي او اوس غواړي چې د اکثره افغانانو نظرونه هم د هغې په اړه واخلي، نو ځکه په دې موضوع کې اوس اکثره مشران شریکوي او غواړي چې د دوی واحد نظر واخلي کوم چې بیا وروسته هغه د طالبانو د رهبرۍ شورا او په دوحه کې د هغوی د سیاسي کمېسیون سره شریکېږي)).

هغه تمه څرګنده کړه، چې په دې غونډه کې به عبدالرب رسول سياف، یونس قانوني، انوارالحق احدي، غيرت بهير، محمد اسماعيل، کريم خليلي، د ملي امنيت پخواني مشران او ګڼ شمير نور چارواکي برخه واخلي چې په یادو ۱۹ مادو به ځانګړی بحث وکړي.

د نوموړي په ويناچې په دې پلان کې د اوربند، په یو شمېر سیمو کې د طالبانو پر حاکمیت، د بهرنیو ځواکونو په تدریجي وتلو، د اساسي قانون د تعدیل، نظام کې د ټولو خواوو په عادلانه ګډون، د بندیانو په تبادلې د تورلېسته د طالبانو نومونو وتلو او ګڼو نورو موضوعاتو ته اشاره شوې چې لا بحث ته اړتیا لري.

د يادونې ده، چې پګواش نړيواله موسسه په ۱۹۵۷م کال کې رامنځته شوې.

نوموړې موسسه، په بېلابېلو هېوادونو د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت چارواکو تر منځ تر دې وړاندې هم د روغې جوړې غير رسمي خبرو زمينه برابره کړې ده.

د پګواش نړیوالې موسسې مسؤلین وايي، چې د روغې جوړې په اړه دا مهال د وسله‎والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ په اتیا فیصده مواردو د نظر اتفاق راغلی خو دا لا کار ته اړتیا لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close