پګواش مؤسسې په کابل کې دفتر پرانیست

کابل ټکی کام (۲۹سلواغه۱۳۹۴ل) احمدالله مهاجر
لکه څرنګه چې پګواش ناپيلې کاناډایۍ مؤسسه په نورو هېوادونو کې د شخړو او جګړو د هوارېدو لپاره غونډې جوړوي، د افغانستان د سولې په اړه یې هم په قطر، فرانسه او متحده عربي امارتو کې غونډې کړي دي.
په قطر کې د افغانستان د سولې د هوارېدو لپاره په جوړ شوي وروستي کنفرانس کې یوه افغان ګډونوال چې له نوم اخیستو څخه یې ډډه کړې ده رسنیو ته ویلي دي چې درې ورځې وړاندې یادې مؤسسې په کابل کې دفتر پرانیست، او دغه دفتر به د سولې د هوارېدو او د ملي پخلاینې لپاره به دواړه ښکېل لوري به له نږدې څخه د کتو هلې ځلې کوي، او له دواړو لوریو سره به له نږدې څخه پر اړیکو جوړولو کې مرسته وکړي.
سرچینې زیاته کړې ده، او ویلي یې دي چې د یاد دفتر په غړیو کې ډاکټر انوار الحق احدي، میرویس یاسیني، حاجي فرید، حاجي روح الله ، سید اسحاق ګیلاني او یو شمېر نور کسان شامل دي.
د یادولو ده چې د افغانستان د سولې په اړه جوړه شوې وروستۍ غونډه د قطر په هېواد کې ترسره شوه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close