پیو ریسرچ:داسې ښکاري چې امریکا افغان جګړه بایللې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۸)

د پیو ریسرچ په نامه یوه څېړنیزه امریکایي اداره وایي، چې امریکا په تیرو اوولسو (۱۷) کلنو کې په افغانستان کې هیڅ کومه لاسته راوړنه نه درلوده.

دغې تحقیقاتي ادارې په خپل خپاره کړي راپور کې واضحه کړې چې، امریکا په افغان (۱۷) کلنه جګړه کې یواځې خوب کړی او ټول خوځښتونه یې له صفر سره مقایسه کیدلی شي.
یاده اداره وایي، امریکا نور د لاسته راوړنو په نامه  خلک نه شي دوکه کولی ځکه چې په وینا یې د افغانستان اوسنۍ وضعیت تر بدو بدتر شوی او تیر ته په کتو تر ټولو شرموونکي حالت کې قرار لري.

راپور زیاتوي، واضحه ده چې امریکا افغان جګړه بایللې او نور دې د بریا په تکل ځان ته دوکه نه ورکوي.

اداراه وایي؛ جګړو جګړې نه دي ګټلې او یواځې خبرې اترې او سالم جوړجاړی دا تشنج له منځه وړلی شي.
دغه اداره داسې مهال د امریکا د ماتې خبر ورکوي ، چې ارګ د امریکا تیر اوولس(۱۷) کلن ماموریت ستایلی او ننګه یې کړې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close