پیښور کې نامعلومو وسله والو یو پولیس افسر وژلی دی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۰) زرغون خوږیاڼی

نن ماښام د پيښور ښار په چارسده روډ باندې نامعلومو وسله والو په یو پولیس افسر ډزې کړي، چې په کې پولیس افسر وژل شوی او زوی یې په ټپي حالت کې روغتون ته لیږدول شوی دی.

د پاکستانۍ ورځپاڼې(اردو پوائنټ ) په وینا، ډي ایس پی ریاض الاسلام چې په پیښور کې د تروریزم د مخنیوي ادارې افسر و، په چارسده روډ د فقیر اباد تاڼې اړوند سیمه کې د خپل کور په لور روان و، چې د موټر سایکل سپرو لخوا په ډزو ویشتل شوی دی.

ډایلي اردو پوائنټ ویلي، برید درې تنو موټر سایکل سپرو کړی، چې په کې ډي ایس پي ریاض الاسلام ځای پر ځای وژل شوی او زوی یې په ټپي حالت کې روغتون ته لیږدول شوی دی.

د سرچینې په وینا سیمې ته ګڼ شمیر پولیس ورغلي او د وسله والو کسانو پلټنه یې پیل کړې ده.

تر دې دمه د یاد برید مسئولیت چا نه دی منلی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close