پیک: د افغان عسکرو د هرو لسو بانکي حسابونو له ډلې څخه یو يې خیالي دی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۴)

د پیک څېړنیز مرکز له خوا یو تازه څیړنیز راپور خپور شوی چې په کې د امنیتي ادارو په تړاو له پراخ فساد څخه پرده پورته شوې.
په دې راپور کې راغلي، هره میاشت د افسرانو او سرتېرو په نامه د ۱۰۰ جعلي بانکي حسابونو له لارې څه باندې څلوېښت میلیون افغاني د ملي دفاع وزارت د مالي مسؤلینو په واسطه د کابل بانک د ځینو چارواکو په مرسته اختلاس کېږي.
راپور زیاتوي، د افسرانو او سرتېرو له هرو لسو بانکي حسابونو له ډلې څخه یو يې خیالي او تش په نوم ثبت دی چې ټولې پیسې یې د چارواکو جیبونو ته ځي.

د دغه څیړنیز مرکز خپور شوی راپور وایي؛ له ۱۳۹۱ کال را په دې خوا میلیونونه افغانۍ له دغو تش په نوم خیالي حسابونو څخه بهر شوې او د نامعلومو کسانو جېبونو ته تللې دي.

پیک څیړنیز مرکز د خپل راپور په یوه برخه کې وایي، د ملي دفاع وزارت د ۱۱۱ فرقې افسرانو میاشتنی معاش د یادې فرقې له خوا بې ځایه لګول شوی دی.

پیک ویلي؛ دا شمېر پیسې د یوه شخص په نامه د ۱۸ بانکي حسابونو له لارې او ۲۵۰ نورو خیالي حسابونو له آدرسه وهل شوې دي.
باید وویل شي چې افغانستان د نړۍ په کچه د مفسدو هیوادونو په قطار کې څلورم ځای لري چې د هیواد د نظامي پیاوړتیا په موخه د نړیوالو مرسته شوې پیسې یې چارواکو په پراخه کچه په بډه وهلې او تر څنګ یې د لسګونه زره میله سپکو او درنو وسلو چې د نړیوالو له خوا ورکول شوې، درک هم نه دی معلوم.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close