پېښور او که کابل دي – محمد علي عمري

محمد علي عمري

پېښور او که کابل دي

تل محتاجه ديوبل دي

 

کوژک نازکوي په ژوب تل

مړوندونه دکوتل دې

 

دروندهلمندلوي کندهارمو

دواڼه دحيا خپل دي

 

مسلم باغ او کوټه دواړه

ښارګونه دزابل دي

 

سوات پغمان تاريخ ليکلي

دوه ګلونه داوربل دي

 

دساړه زيارت په غېږکې

دپريشانه زړو درمل دي

 

دمردان مظلوم آهونه

په پاميرکې ژړېدل دي

 

دحمزه دشملې ولونه

دپکتيا او دګومل دي

 

عمري داټوله غرونه

پښتانه دي نه مغل دي

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close