پېښور: چاودنې د نشنل ګوند ۷۴ غړو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۰) د پاکستان په پېښور ښار کې د يوې چاودنې له کبله د نشنل ګوند د يوه مشر هارون بيلور د وژل کېدو سربيره څلور اويا کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پېښور د ليډي ريډينګ روغتون وياند ذوالفقار باباخيل په لومړنيو معلوماتو کې ويلي و چې د چاودنې له ځای څخه دولس جسدونه او پنځه دېرش ټپيان وروړل شوي خو وروستي معلومات ښيي په ياده پېښه کې شپيته تنه ټپيان دي او څوارلس تنه نور وژل شوي دي.

يوه ځايي چارواکي شفقت ملک رسنيو ته ويلي، چاودنه د نشنل ګوند په يوه غونډه د سرتيري بريدګر له خوا ترسره شوې ده چې په ځان پورې يې نږدې يوکيلو چاودېدونکي توکي تړلي و.

بشير بلور چې په سيمه کې د عوامي نشنل ګوند مشر و له يادې سيمې ولايتي شورا ته کانديد و چې له ټپي کېدو وروسته يې څو شيبې وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د هارون بلورو پلار بشير بلور هم په ۲۰۱۲م کال کې په پېښور کې په يوه سرتيري بريد کې وژل شوی و.

څه موده مخکې د پاکستان حکومت پېښور کې ګوندونو ته خبرداری ورکړی و چې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال محتاط اوسي تر څو د چاودنو او بريدونو هدف ونه ګرځي.

تر اوسه د دغه بريد مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close