ځان تر خپل عمر کم ګڼل دا ګټې لري

ځان تر خپل عمر کم ګڼل د دماغو د عمر د ژر زیاتېدو مخنیوی کوي.

دا دعوه په جنوبي کوریا کې د یوې روغتیايي څېړنې تر ترسره کېدو وروسته شوې ده.

د سیول پوهنتون له لوري په يوه ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي کوم کسان چې ځان تر خپل اصلي عمر زیات کم عمره محسوسوي، د هغوی په ماغزو کې، په اصطلاح خړه ماده (یا ګرې میټر) زیاتېږي. ګرې میټر یا هم په ساده پښتو، خړه / خاکستري ماده، د اورېدلو، احساساتو، پرېکړه کولو او پر خپل ځان د واک او کنټرول ساتلو لپاره اړینه وي.

په څېړنه کې ویل شوي، په دې عادت سره، چې ځان کم عمره وبلل شي، د انسان یاداښت هم ښه کېږي او د خپګان خطره هم راکموي.

په تحقیق کې ویل شوي کوم کسانو ته چې ځان تر خپل عمر کم ښکاري د هغوی دماغ ځوان پاتې کېږي، یاداښت یې ښه وي او د خفګان نښې کمې پکې تر سترګو کېږي.

 د دې په مقابل کې، تر وخت مخکې خپل ځان زوړ / سپین ږیری بلل د خړې مادې د کمښت لامل کېږي، چې په پایله کې یې ورځنی ژوند هم له ځینو ستونزو سره مخ کېږي.

د څېړونکو په خبره، که کوم کس تر خپل عمر ځان زیات عمر لرونکی بولي، نو پر خپل ژوند، خویونو او ژوند بڼه دې بېرته له سره غور وکړي څو د ماغزو د عمر د ژر زیاتېدلو مخنیوی وشي.

سرچینه
ScienceDaily

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close