ځان وژنې ته د بندي اړويستل د ګوانتانامو د زندان بله برخه

پوهنوال احمدالله موحد

ښايي د ګوانتانامو د وحشت او زیاتي کيسې ټولو ته معلومې وي د کیوبا به ټاپو کې پروت دا زندان له امریکايي ځواکونو پرته هيڅ چاته د لاسرسي وړ نه دی په تیرو ۱۴ کلونو کې سلګونو مسلمانان د طالب، القاعده،ترهګر او…. په نومونو نيول شوي دي او هلته يي کلونه کلونه له کومې سزا، دوسيي او يا ثبوت پرته زندان تیر کړی دی؛  خو ځينې پکې يا د زور له امله شهيدان شوي يا اړ شوي دي چې ځان وژنې وکړي.

شونې ده د وژنو کيسې ډير وارې رسنيزې شوي او افغانستان ته خو څو وارې ورته جنازې راوړل شوي دي خو دا چې بندي ولې ځان وژنه کوي دا کیسه نوې ده، ځکه هلته ورکول کيدونکې شکنجې هیڅ چاته د منلو نه  دي او هيڅ بشريت به يي د زغم وړتيا ونلري، له اوبو لاندې کولو، تر وهلو، ناستې، ديني توهين، ویروسونو ور پيچکاری کولو، بربنډولو، بې خوبه کولو، په سپيو له داړولو او کله کله ان جنسي تيري يا پر بل جنسي تیري يا زنا ته د بندي اړویستل يي غټې بیلګې دي.

اوس اوس د امريکې يو پخواني ګارد  چې په ګوانتانامو کې يي دنده تر سره کړې ځان وژنې ته د بندي د اړویستو له رازه پرده پورته کړې دا ګارد يا ساتونکی چې جوزف هيکمن نوميږي  د راشا ټوډې په نوم يوې بهرنۍ خپرونې ته يي کیسه کړې.

نوموړي دې خپرونې ته ويلی دی:«  موږ په ګوانتانامو کې د تور په نوم یوه برخه درلوده هلته به بندي اړ ویستل کيده چې ځان وژنه وکړي او له دې لارې يي امریکايان له شره بې غمه شي، زه په ۲۰۰۶ کال کې هلته ساتونکی ووم څو وارې مې له بندیانو ډک موټر ولیدل چې دې برخې ته راتلل او کله کله به پکې له دوو تر دریو پورې بنديان ناست وو، هلته اصول داسې وو چې بندي به له خپلې کوټې را ویستل کيده مامورین به ورسره وو خو چې دلته به راوړل کیدل هیڅوک به نه وو ورسره زه څو وارې شکي شوم دوی به دا بندیان نهم کمپ ته چې موږ هغه د تور تم يا توره برخه بلله وړل دا سيمې د يوې تپې تر شاه دي او زموږ توره برخه د همدې تپو شاته ده.»

نوموړی په  دې اړه وايي چې په اونۍ کې به له دوو سوو څخه بندیانو نه پوښتنې ګرويګنې کيدې:« په اونۍ کې به له دوو سوو بندیانو څخه پوښتنې کيدې خو دا چې بنديان به ډير ځورول کيدل نو دوی به ډير وارې د سخت فشار له امله د نه خوړلو اعتصاب کاوو او دا  اعتصاب ددې زندان د ورځي چار يوه برخه ګرځيدلی وو خو ګټه يي ځکه نه کوله چې دلته هيڅوک ځواب ورکونکی نه وو، دلته هر سړی د خپل سر وو او څه به دې چې زه غوښتل پر يو مظلوم بندې دي کولای شوای. خو دا چې دلته هيڅ بله لاره نه وه ان اعتصاب به هم د زياتي په کولو سره پای ته رسیده. او بل دا چې له واشنګټن څخه به موږ ته تل امر کیده چې څوک اعتصاب ته پرينږدو ولو که هر حالت هم وي.»

جوزف ددې مرکې په يوه برخه کې وايي:«  زه له ګوانتانامو را و وتم د عدليي وزارت ته ولاړم څو د شوي زیاتي کيسه دوی ته وکړم دوی ته مې هرڅه ورکړل خو دوی پرې سترګې پټې کړې ځکه دوی د سی ای اې له دې ځایه خبر وو هيڅ ډول زړه يي ورته ښه نکړ څو څيړنې وکړي.»

نوموړي ددې مرکې په لړ کې ډيری داسې پيښې ويلي دي چې په امريکايي رسنیو کې ورته د کوم لامل يادونه نه ده شوې ولې جوزف وايي:« دلته هیڅ مرګ په خپله خوښه نه وو يا وژل شوي يا ځان وژنې ته بندي په زوره اړ شوی دی، دلته هر سړی د خپل سر وو، د سره صليب نړۍ واله اداره به تش په نوم راتله اصل کې ان د هغې ادارې په نوم راتلونکي کارکونکي هم امريکايان وو، ليکونه به ډير سخت کتل کيدل، د هرې ژبې بیلابیل ژباړنان هلته ناست وو هيڅوک نه پوهيدل بندي څه ليکلي دي بس وروستۍ پريکړه به ژباړن کوله ډيری لیکونه به مسترد کیدل، په ګوانتانامو کې ټول څارنوالان ددې ډول زياتي پلوي وو، هيڅ داسې څوک پکې نه وو چې زړه سوی وکړي، او پر يو بندي يي زړه وسوځي زه منم چې دوی زموږ دښمنان وو يا به شونې ده نه وو خو تر نيول کیدو وروسته يي پر موږ ځينې حقوق درلودل خو په ګوانتانامو کې هيڅ ډول حق يا حقوق چا نه پيژندل.»

نوموړي په خبلو خبرو کې بې خوبي، د برېښنا شارت ورکول، زیاتی، په سپيو داړل يا د يو کس بربنډول ډير ستر وحشتونه ياد کړي دي نوموړی وايی په يو زندان کې څو برخې وې اوس اوس ځينې برخې داسې هم وې چې په سمندر کې او په څنګزنو سیمو کې ورته د اغزن تار کوټې جوړې شوې وې او بندي به هلته هم وړل کیده، هلته شته مياشي ډير ځورونکي وې، د هر بندي پر بدن به تغمې او پولۍ ولاړې وې، مذهبي سپکاوی ډير وو، قرآن کريم ډير وارې هاخوا ديخوا ګذار شوی دی.

نوموړي په دې مرکه کې دا هم ويلي دي چې کوم بندي به خوشې کيده شپږ میاشتې به يي کيسه ختمه شوې وه يوې خاصې برخې ته به بیول کيده، درمل به ورکول کيدل، ښه به ساتل کيده، د پياوړتيا او رنګ  د ښه والي درمل بيخ ډير وو، يو ډول به دی اړ کيده چې ښه وخوري، ښه واغوندي او ارام ويده شي، په مينه به کله کله هسې څارنوالانو غوښت خو پرته له دې چې خاص نظر ترې واخلي ډيرې عادې پوښتنې به ترې کيدې او بندي به ډير وخت وروسته پوی شوی وو چې دی خوشې کيږي، بیا هم پروسه ډيره اوږده وه يانې پنځلس ورځې وخت وو څو يو کس له ګوانتانامو و وزي په وجود کې ټولې د ځور يا زیاتي نښې به دې په خاصو ملهمو او مالشونو ورکيدې او بیا به خوشې کيدې.

هیره دې نه وي چې ددې زندانيان په اړه ډير وارې د بشري حقونو د مدافع ادارو شکايتونه کړي وو، څو وارې ترې د مظلومو بنديانو مړي را و وتل خو تر اوسه د اوباما له ټاکنیزو ژمنو سره سره يي په تیرو دوو دورو کې یاد زندان نه يوازې ونه تړل شول بلکه اوس هم پکې يو زیات شمېر بې ګناه مسلمانان سختې ورځې شپې تيروي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close