ځان که جهان ..؟!

صفي الله “رائد”

 لومړی باید څوک وپېژنو؟! (ځان او که جهان؟) خپل لوری او که بل ..؟!!  او ایا تر څو چې ځان ونه پېژنو بل پېژاندلی شو؟!

 هو!  لومړی باید ځان وپېژنو؛

ځکه تر څو چې ځان ونه پېژنو، نورو ته د ورکولو څه شی نه شو درلودلای.

باید د خپلو نیمګړتیاوو اروزنه وکړو؛ ځکه تر دې چې د بل پر اخلاقو نیوکې کوو، لومړی باید

 خپل اخلاق ښایسته  او په هر ډګر کې هڅه وکړو تر څو ځان د ټولو لپاره ګران او نژدې وګرځو.

خپل عادتونه و ارزوو!

هغه عمل چې مونږ یې پرته له کوم فکر او سوچ څخه ترسره کوو، هماغه زمونو عادت ګرځېدلی، دا ډول عملونه اصولاً مونږ ته د اصولو بڼه غوره کوي.

په همدې توګه باید لومړی خپل خراب عادتونه وارزوو، د هغې د ختمولو یا کمولولپاره پلان جوړ کړو او بیا په منظم ډول پرهغې عمل وکړو تر څو هغه په یوه منظم وخت کې ختم شي.

هو! په کوم ډول چې د مرضونو درملنه کېږي، په هماغه بڼه د ناوړه عادتونو درملنه هم کېدای شي.

تر دې چې دبل  ناوړه عمل ته ګوته نیسو ولې خپل ناسم کردار نه سموو. ولې خپل ځان ته ګوته نه نیسوو.

هو! تر دې چې بل ته ګورو باید لومړی خپل ځان د بل په آینه کې ووینو چې آیا سم یو که ناسم..!!!

څوک خو مو شکایت نه کوي ..؟!

څوک خو به مو آزرده کړي نه وي؟!!

د چا خو به مو غیبت نه وي کړی؟!!

او ایا پر کوم چا خو  به مو تهمت نه وي پورې کړی؟!!

کله مو چې دبل پر آینه کې ځان ولید، بیانو بل هم درک کولای شو، ګنې نه به ځان وپېژنو او نه جهان ..!!!

نه به بل وپېژنو او نه خپل.

احساس وکړئ چې تاسې څه وئ، اوس څه یاست او که چېرې دالله تعالی د نعمتونو دا لړۍ همداسې روانه وه، نو نور څه کېدای شئ؟

الله رب العزت فرمایي:

اللّهُ الَّذى خَلَقَكُمْ مِنْ ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفاً وَ شَيْبَةً يَخْلُقُ ما يَشاءُ وَ هُوَ الْعَليمَ الْقَديرُ»

ژباړه : الله دی چې تاسو یې له کمزوري او ضعف نه خلق کړئ،  بیا له دې کمزورۍ وروسته یې توان درکړ، بیایې له دې توانمندي وروسته بېرته زړښت او ناتواني درکړه، هرڅه چې وغوړي پیدا کولی یې شي اوهغه په هرڅه پوه او توانمند دی.

هو! هغوی چې ځان یې پېژندلی،  صبر لري، هغوی  په الله جل جلاله ایمان لري،  په هغه توکل لري، دپېښو پر وړاندې دغم او ماتې احساس نه کوي؛ ځکه پوهېږي چې یواځې ددې دنیا لپاره نه دی خلق شوی او داسې هم نه ده چې تل به همدلته د ابدالابد لپاره استوګن وي.

پوهان وایي:  چې دځان  پېژندل ددې لامل ګرځي چې خپلې وړتیاوې، خپل مسؤلیتونه، خپلې دندې، خپل رسالت او ددواړو دنیاوو بریالیتوب په پوره توګه ترلاسه کړي.

مونږ د بل پر پېژندلو او جوړولو نه یو مکلف، خو د خپل ځان پر پېژندلو او جوړولو مکلف یو.  هرکله مو چې ځان وپېژاند،  ډاډه اوسه چې جهان به تا وپېژني او ته جهان.

که مو خپل ځان پخپله سم کړ، جهان هم سم وبوله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close