ځايي خلک: بغلان کې جګړه د دولت او طالبانو تر منځ ده، خو قربانیان یې ملکي وګړي دي

کابل ټکی کام ۱۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
دا چې د افغانستان دفاع وزارت د رسنیو له لارې په شد او مد سره دا خبره کوي چې بغلان ته یې ځواکونه استولي، او هلته یې وسلوالو طالبانو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده، او ګڼې سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي، خو د دفاع وزارت دغه ادعاوې د ځايي خلکو له لوري په کلکه رد شوې ده، ځايي خلک وايي، د دوی له لورې استول شوي ځواکونو هېڅ کومه بریا نه ده ترلاسه کړې.
ځايي وايي، د بغلان ډنډ غوري او شهاب الدین کې د افغان ځواکونو د عملیاتو ۱۲مه ورځ ده، چې د دغې جګړې زیاته مرګ ژوبله عامو وګړو ته اوړي.
ځايي خلک وايي، بغلانیان د پلخمري ښار ته راغلي دي، او له دولتي ادارو سره خپلې ستونزې شریکوي، خو دولتي ادارې ځان پرې کوڼ اچوي، او په وړاندې یې هیڅ اقدام نه کوي.
دوی له دولت څخه غوښتنه کوي، تر څو د څو ساعتونو لپاره جګړه ودروي، او د خپلو وژل شویو جنازې خاورو ته وسپاري.
د ځايي خلکو په وینا چې د ملي امنیت آمر عوامو ته مرګ ژوبله هم د رسنیو له لارې خپله لاسته را وړنه ښیي.
ځایي خلک وایي چې په سیمه کې د ملي اردو یو شمېر ځواکونه محاصره پاتې دي، او ۶ پوستې د طالبانو لاسته ورغلي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close