ځوانه! ومې نه پيژندې؟

ډاکټر يوسف اکبري – – –

امير المؤمنين حضرت عمر فاروق (رض) په مسجد نبوي كښې ناست وو، او دمسلمانانو په ورځنيو چارو بوخت و.

 يو دنګ ځوان چې سپيره ويښتان او سپيره مخ يې وو، خيرن كالي يې اغوستي او تڼۍ يې هم څو ځايه شکيدلې وې، يوه اوږده لكړه يې په لاس كې وه، او څو لوښي، لرګي يې په څادر كې تړلي په شاکړي وو، جومات ته راننوت.

امير المؤمنين او ناستو كسانو ته يې سلام واچاوه؛ او په يوه طرف كې غلى كښيناست.

 امير المؤمنين او ناستو كسانو د مسافر ګومان پرې وكړ، سلام يې ځواب كړ، او په خپلو كارونو بوخت شول.

ځوان هم ناست وو، چې ګڼه ګوڼه كمه شي او ده ته له امير المؤمنين سره د خبرو چانس پیدا شي.

د خلافت په دربار كښې خلك يو څه كم شول، عمر فاروق (رض) مسافر او وهلی ځوان ځانته راوغوښت؛ او د حاجت پوښتنه يې ورځني وكړه.

ځوان ورته وويل: امير المؤمنينه! زه تاسو راغوښتى وم، څو ورځې وړاندې ستاسې ليك راغى؛

 او دادى زه له فرمان سره سم حاضر شوم.

امير المؤمنين حضرت عمر فاروق ډير فكر وكړ؛ خو داسې څه يې په ياد نه شول، چې دغه ځوان ته یې ليك استولى وي؛ نو په خورا تعجب يې ترې وپوښتل: ځوانه! ومې نه پيژندلې!

 زما نه دي په ياد چې تاته مې كوم بلنليك در استولى وي.

په دوړو او خاورو ككړ ځوان خپل شکيدلى ګريوان سره را ټول كړ، او په ډيره عاجزۍ، او حيا، سره يې د خداى (تعالی) د رسول”رسول صلی الله علیه وسلم” وفادار ملګري ته وويل:

 امير المؤمنينه! زما نوم عمير بن مسيب دى؛ او زه تير كال ستاسې له لوري، د حمص والي ټاكل شوی وم.

تيره اونۍ د كلني احتساب په اړه ستاسو فرمان را ورسېد، او دادى زه له هغه سره سم د خپل مال، اسباب او هر څه سره يو ځای حاضر شوم.

امير المؤمنين حضرت عمر (رض) ددې خبرو په اورېدو سره سترګې د ځوان په سترګو ښخې كړې، ګوته په غاښ پاتې شوه؛ او څو شیبې يې په ځير ځير د هغه حالت ته كتل.

 امير المؤمنين ته ورپه ياد شو چې، تير كال يې دغه ځوان د مسلمانانو په مشوره، د شام د ښيرازه ولايت حمص والي ټاكلی و.

 هغه مهال چې دغه ځوان شام ته روانېده؛ نو د ښكلا، خوښۍ، او شتمنۍ، نښې يې په ټنډه كې له ورايه معلومېدې.

د هغه د اغوستلو كالي په څو اوښانو بار وو، د تورو، زغرو او ډاليو حساب يې نه كيده؛ خو نن په داسې حال كې د مسلمانانو د امير په وړاندې ناست دی؛ چې د فقر، غربت، او بې چارګۍ له امله د پيژندلو وتلی و. تڼۍ او كالي يې شکيدلي وو، او څيره يې د بې خوبۍ، او نه خوراك له امله تكه زيړه شوې وه.

 د اسلام خليفه ورته وفرمايل: الله اكبر! عميره! ته چې مې تېر كال استولې، خورا پنډ، او ترو تازه وې، د مال، او اسباب، حساب دې نه كېده؛ خو اوس دې په داسې حالت كې وينم چې، درته كتلاى هم نه شم، خير خو به وي؟ ولې په داسې حال يې؟

هغه ورته وویل: چې، امير المؤمنينه! له دندې مخكې ما سودا ګري كوله، او كله نا كله به تاسې سره د خداى (تعالی) په لاره كې جهاد ته تللم، ما ته خداى (تعالی) ښې ډېرې پيسې، او شتمني راكړه؛ خو كله چې مو دمسلمانانو په دنده و ټاكلم؛ نو دمسلمانانو د ښېګڼې په لاره كې مې ځان هير كړ.

امير المومنينه! د حمص خلک زكات، او جزيه، په مينه وركوي، تير كال مو په ملينونو درهمه، بيت المال ته تحويل كړل، له محاصلو او نورو عوايدو لاس ته راغلې پيسې، مو د هيواد او مسلمانانو په ښيرازۍ کې لګولي، په حمص كې مو لارې، كاروان سرايونه، ښارونه، بازارونه، كلا ګانې، حمامونه، مدرسې او جوماتونه جوړ كړي دي، حمص ستاسو د خلافت تر ټولو ودان، ښيرازه او بډاى ولايت دی.

امير المؤمنين ترې وپوښتل: د ځان لپاره دې د بيت المال څخه بندوبست كړى دی؟

عمير بن مسيب ځواب وركړ: امير المؤمنينه! د ورځې روژه یم، د شپې په اوبو روژه ماتوم، او څو خرما او يا هم نيمه د جوارو ډوډۍ خورم.

دغه په څادر كې غوټه لوټه او كنډولى مې د كور اثاثه دي، يو دغه څادر لرم، چې عورت پرې پټوم او يوه دغه لكړه، چې ځان پرې ساتم.

حضرت عمر رضی الله عنه ددې خبرو په اوریدو ژړغونی شو.

 د عمیر په حال یې غبطه راغله او خورا په زوره یې په ژړا پیل وکړ، او لاس یې په داسې په دعا پورته کړ:

ای الله! زه شاهدي ورکوم عمیر پاک دی.

 یا الله! ما په جنت کې له عمیر سره یو ځای کړې، د عمیر سر یې ښکل کړ او د راتلونکي کال لپاره یې بیا حمص ته واستاوه…

(صحیح بخاري: ۳۱۸۸).s

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close