ځوان په خپله جنازه کې راڅرګند شو

د جنوبي امریکا په پیراګوای هېواد کې یوه کورنۍ هغه مهال هک حیران شول کله چې یې ۲۰ کلن زوی په خپله جنازه کې ژوندی ولید.

د بهرنیو رسنیو د رپورټونو له مخې، ۲۰ کلن ځوان، جان ریمن الفونسو پینایو، د ګاوندي هېواد میکسیکو پولې ته تللی و او بیا یې درک معلوم نه شو.

په پیراګوای کې، دپینایو د هستوګنې سیمه د نشه یي توکو له  قاچاقبرانو ډکه ده، او د خلکو تري تم کېدل عادي خبره وه. د پینایو تر تري تم کېدو څو ورځې وروسته، د نوموړي کورنۍ باوري شوع چې الفانسو یا خو وژل شوی دی او یا هم په کومه بله بلا اوښتی دی.

د نوموړي د مرګ په اړه د مور او پلار باور وروسته له هغه نور هم پسې پوخ شو کله چې پولیسو یو سوځېدلی جسد دوی ته وسپاره او ورته ویې ویل چې دا د پینایو جسد دی.

جان ریمن الفونسو پینایو
جان ریمن الفونسو پینایو

د پینایو خپلوانو د پولیسو له لوري د ورسپارل شوي ”پینایو“ د خاورو ته د ورسپارلو مراسم پیل کړل او زیاتو کسانو یې په مراسمو کې ګډون هم وکړ.

جان ریمن الفونسو پینایو عین هغه وخت په خپله جنازه کې راڅرګند شو چې خپلوانو یې نیمه جنازه ورته کړې وه.

د نوموړي په لیدو یې مور او پلار زیات خوشحاله او حیران شوي دي.

ویل کېږي هغه جسد اوس هم نه دی پېژندل شوی چې پولیسو د پنیایو ګومان پرې کړی و او د پینایو کورنۍ ته یې سپارلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close