ځکه بیغمه ویده یې!!!

عزیر اسدخیل

د روم امپراتور (قیصر) د اوضاع د جاج اخیستلو لپاره خپل یو سړی مدینې ته واستولو، هلته چې ورسېدو له یوه کس نه یې پوښتنه وکړه چې:

ستاسې د جلالتمآب شهنشاه ماڼۍ چېرته ده؟

هغه کس ورته په ځواب کې وویل:

موږ د جلالتمآب، شهنشاه او ماڼۍ په څېر ټکو سره هیڅ بلدتیا نه لرو خو ته ووایه له چا سره لیدل غواړې؟
ویې ویل: د مسلمانانو له پاچا سره.
هغه کس په ځواب کې ورته وویل:

موږ هیڅ د ماڼۍ پاچا نه لرو، یواځې د مسلمانانو یو خادم دی چې زموږ چارې سمبالوي او نوم یې عمر (رضی الله عنه) دی او هغه په ماڼۍ که نه بلکې د خټو په یوه جونګړه کې ژوند کوي او دا مهال به چېرته په مزدورۍ کولو بوخت وي.
رومي چې دا واورېدل ډیر حیران شو او د عمر (رضی الله عنه) په لټه کې شو، چې لږ وړاندې ولاړ ګوري چې عمر (رضی الله عنه) یوه قمچینه (دُره) د سر لاندې اېښې او بیغمه ویده دی، د دې منظر په لیدو سره رومي حیران او ګوته په غاښ شو او ویې ویل:

آیا دا هماغه عمر (رضی الله عنه) دی! چې د هیبت نه یې د نړۍ واکمنانو خوبونه ورک کړي دي!!!؟؟؟
بیا یې زیاته کړه:

ای عمره (رضی الله عنه)!

په رښتیا سره چې تا په خپل رعیت کې عدالت قائم کړی نو نن ځکه دلته بیغمه په توده شګه کې ویده شوی هم یې.

زموږ پاچا خو چې یو ظالم او خاین شخصیت دی نو ځکه د پهردارانو او ساتونکو له قوي کمربندونو سره سره او دننه په ماڼۍ کې هم خوب نه ورځي!

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close