ځینې خبرې سړی وژني

عزیر اسدخیل

یو ماشوم چې په ښوونځې کې په درسونو کې کمزوری و، یوه ورځ د خپلې مور قبر ته ولاړو قبر ته یې چیغې کړې چې وه موری! ما سره ښوونځي ته لاړه شه، هلته مې هره ورځ استاد د همصنفیانو مخ کې وهي، راته وایی چې ستا مور ښه ښځه نده چې تا سره خواري نه کوي.

اخلاقي ناروغي

ناروغۍ یواځې په بدنونو کې نه وي، بلکې په اخلاقو کې هم وي، که بد اخلاقه انسان دې ولید نو د روغتیا دعا ورته وکړه او د خدای شکر ادا کړه چې ته یې له دا ډول ناورغۍ ساتلې یې.

ای انسانه!

له نطفې پیدا یې

اصل دې له خټې دی

تر ټولو ښه جامه دې له چینجي جوړه ده (وریښم)

تر ټولو خواږه خواړه دې له مچۍ دی (شات)

او تلپاتې هستوګنه دې تر ځمکې لاندې کنده کې ده (قبر)

خبرو انتقالول

د زیاتره ستونزو د زیږیدا، او د اړیکو د پریکون، او د انسان د انزوا، لامل د خبرو انتقالول دی، نو سر له نن نه (صُم، بُکم، عُمی) جوړ شې.

غوره غلا

تر ټولو غوره غلا د زړونو غلا کول دی، زړونه په ښو اخلاقو غلا کیدای شي،

ویاړ

په دنیا کې مونږ په نومونو ډیر ویاړو

پروفیسر

ډاکټر

انجنیر

معلم

خو

د آخروي نومونو د ترلاسه کولو لپاره مه هیڅ ونکړل

الصائمون

القائمون

القانتون

المتصدقون

الراكعون

الذاكرون

د سجدې پر مهال لاندې درې دعاګانې مه هیروه

اللهم إني أسألك حسن الخاتمة

اللهم ارزقني توبةً نصوحة قبل الموت

اللهم يا مقلب القلوب ثبت قلبي على دينک

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close