څلورمه لويه ګناه لمونځ پرېښودل (دويمه برخه) كوچني ته به كله د لمانځه امركيږي؟

ابو داود په سنن كي  دپېغمبر صلی الله عليه وسلم نه روايت كړى دى  چي پېغمبرصلی الله عليه وسلم  وويل : (مروا الصبي  بالصلاة اذا بلغ سبع  سنين فاذا بلغ عشر سنين فالضربوه عليها)كوچنى چي اوو كالو ته ورسيږي دلمانځه امر ورته وكړئ او چي لسو كالو ته ورسيږى وې وهئ چي لمونځ ادا كړي.په بل روايت كي راغلي دي (مروا اولادكم بالصلوة وهم ابناسبع واضربوهم عليها وهم ابنا عشر وفرقو بينهم پى المضاجع) كوچنيان چي داوو كالو شول نو دلمانځه امر ورته وكړى چي د لسو كالو شول وې وهئ او بستري يي بيلي كړى .امام ابو سلمان الخطابي ويلي دي(ددې  څخه څرګنديږي چې كله كوچنۍ لمونځ نه كوي سختي  دي ورباندي  وشي)دامام شافعي صاحب ځيني ملګرو دا دليل نيولى دى(چې كه څوك دبلوغ څخه وروسته په قصدًا سره لمونځ پريږدي هغه دي ووژل شي او نابالغه كوچنۍ چې دوهلو مستحق وګرځيده نو دا پدې باندي  دلالت كوي  چې بالغ سړى دوهلو څخه دسختي سزا مستحق دى دوهلو څخه پرته سخته سزا مرګ دى .)

دعلماء كرامو دلمانځه دپريښودونكو په اړه باندي اختلاف دى .امام مالك،امام شافعي او امام احمد وايي:(دلمانځه پريښودونكى چې لمونځ دعذر څخه پرته پريږدي  تردې  پوري چي دلمانځه وخت  هم تير شي په توره باندي دي ووهي  او ودي وژني په كفركې يي اختلاف دى . )

    ابراهيم النخعي،ايوب الستخياني،عبدالله بن مبارك،احمد بن حنبل  اواسحاق بن راهويه وايي:(دلمانځه پريښودونكىكافردى) دپېغمبرصلي الله عليّ وسلم  داقوال يي دليل نيولي دي: ( العهدالذي بيننا وبينهم الصلوة فمن تركها فقد كفر) زمونږ او ددوى تر منځ فرق  په لمانځه كي دى چا چي لمونځ پريښوده هغه كافر شو، دپېغمبرصلی الله عليه وسلم بل قول دا دىچي(بين الرجل وبين الكفر ترك الصلوة)دسړي ( مومين ) او كافر تر منځ فرق دلمانځه پريښودل دي.

راټولونکی : حماس افغان

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close