څنګه مطالعه وکړو، تر څو را ته ګټمنه پرېوځي؟

کابل ټکی کام ۱۳سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
مطالعه د یو محصل لپاره ډېره مهمه ځکه بلل شوې ده چې د خپلو درسونو سربېره یې په نورو خارجي امورو کې یې هم مهارت پیاوړی کوي، ځینې خلک چې مطالعه وکړي نو په یو وار سره ترې مطلب پورته کوي، خو ځینې خلک په یو وار نه، بلکې په څو واره لوستلو سره ترې مطلب پورته کوي، خو که مطالعه د خپلو اصولو مطابق وشي، نو هم به دوامداره او هم به ژر ترې مطلب پورته کولی شو.
*مطالعه باید په دقت سره وشي، او فکر ور باندې وشي.
*په یو خاص مطلب پورې اړونده مطالعه باید په یوه کتاب کې ونشي، بلکې په اړه یې باید نور کتابونه، مجلې او د انټرنېټ پاڼې هم وکتل شي.
*د مطالعې کوټه د معتدلې هوا د درلودو تر څنګ باید له شور ماشوره هم خالي وي، کوټه باید نه ډېره ښایسته وي او نه هم ډېره چټله وي.
*باید مطالعه په داسې ځای کې وشي چې هلته نه موسیقي غږول کیږي، او نه هم کوم داسې یو غږیږ مطلب تر غوږونو پورې رسول کیږي چې د مطالعه کوونکي توجه وړ ګرځي.
*مطالعه باید نه ډېرې تېزې رڼا ته وشي، او نه باید د مطالعې د کوټې رڼايي کمه وي.
*د مطالعې په دوران کې باید ټول تمرکز د مطالعې پر موضوع غالب وي.
*د مطالعې په مابین کې باید نور کارونه ترسره نشي، ځکه د مطالعې کیفیت له منځه وړي.
*د یو کتاب د مطالعه کولو څخه مخکې باید د مطالعې هدف وپېژندل شي.
*د کوم کتاب مطالعه چې کیږي، نو باید لومړی یې سریزه ولوستل شي، ځکه سریزه د ټول کتاب خلاصه ده.
*د کتاب د هر څپرکي له ویلو وروسته باید څپرکی و ارزوي او فکر دې ور باندې وکړي، او همدا شان له ټول کتاب څخه دې وروسته له ځانه سره ټول کتاب ورازوي.
*د مطالعې په دوران کې پښې ښورول، ژاولې ژوول، د غوږ یا سر ګرول، ګوته په غاښ کې نیول او په یو شمېر نورو حالتونو کې مطالعه هیڅ نتیجه نلري.
*مطالعه باید په خوبوړي حالت کې ونشي.
*د مطالعې په دوران کې د کتاب او د سترکو تر منځ زاویه باید ۹۰ درجې او فاصله یې ۲۵ سانتي متره وي، چې د تل لپاره د مطالعې توان در په برخه کوي.
*مطالعه باید انتقادي وي، ځکه د کتاب ټولې خبرې مطلق صحیح ګڼل او یا مطلق اشتباه ګڼل هیڅ اثر نه لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close