مسکو ناسته؛ افغان دولت ته څه کول پکار دي؟/  هېواد ریان

 د افغانستان روانه جگړه یوازې د افغانستان نه ده؛ خو له بده مرغه د جگړې قربانیان یوازې افغانان دي. د امریکا له لوري په روانه جگړه کې د ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو گټې او ځینې گاونډي هېوادونه ورنه په وېره کې دي. چین او روسیه په افغانستان کې امریکایان او د ناټو عسکر نه غواړي. چین غواړي په افغانستان کې گڼې پروژې پیل کړې، خو جگړې یې مخه نیولې ده. د عینکو د مسو کان تړون له چین سره شوی، خو چارې یې ترسره اوسه پیل شوي نه دي. روسیه په افغانستان کې نه امریکايي نظام غواړي او نه په خپل گاونډ کې امریکایان. امریکا او روسیه دواړه دُښمنان دي او باید یو له بله لرې اووسي.

تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان افغانستان ته د روسیې له لیدلوري گوري. یعنې روسیه چې څه غواړي دوی یې هم غواړي چې دلته سوله وي او یاد درې هېوادونه له افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم پراخه کړي. ایران په افغانستان کې یو کمزوری او تر ډېره بریده یو شیعه نظام غواړي. د افغانستان په پیاوړتیا کې د ایران خیر نه شته. موږ له ایران سره د نورو ستونزو سربېره د هلمند د اوبو لانجه تراوسه پر خپل ځای پاتې ده. ایران د هلمند په اوبو کې ډېره ونډه غواړي او کلونه ـ کلونه دغه اوبه ایران ته وړیا روانې دي. که په افغانستان کې د رښتیا نظام راشي او د هلمند اوبه مهار کړي، نو ایران ته به لوی سرخوږی جوړ شي. پاکستان بیا په افغانستان کې داسې نظام غواړي چې د پاکستان غوښتنې ومني. د افغانستان په جگړه کې د پاکستان گټې دي. زموږ او د پاکستان ترمنځ له هر گاونډي هېواد ډېرې ستونزې له پاکستان سره دي. پاکستان په افغانستان کې داسې نظام غواړي چې لومړی ورسره د ډیورنډ کرښه رسمي کړي. له بده مرغه ولسمشر غني په دغه موضوع کې لومړي گامونه اخیستي دي. د افغانستان په بربادۍ کې د پاکستان گټه ده. پاکستان غواړي په افغانستان کې یوه پېړۍ امریکایان پاتې شي.

پاکستان به خپلې ټولې اړتیاوې له امریکا پوره کوي او د امریکا په موجودیت کې به یوه ورځ حتماً ډیورنډ رسمي کرښه شي. که امریکایان وځي، نو امریکا بیا پاکستان ته اړتیا نه لري او د امریکا مجبوریت او د پاکستان د میلیاردونو ډالر گټې هم خاورې کېږي.

افغان حکومت باید څه وکړي؟

ټاکل شوې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورخ په مسکو کې د افغان سولې اړوند نړیواله ناسته ترسره شي. په دغه ناسته کې د افغانستان سربېره پاکستان، ایران، چین او د طالبانو استازي هم گډون کوي. دغه ناسته دوه میاشتې مخکې ترسره کېده، خو د افغان دولت د مخالفت له امله دغه ناسته وځنډېده.

د امریکایانو په وتلو او په افغانستان کې د یوې دایمي سولې په راتگ سره د سیمې ټول هېوادونه د ارام ساه اخیستلی شي. د افغانستان ستراتيژیک موقعیت، پراخه طبیعي زېرمې، کانونه او د لویو پروژو د لېږد رالېږد سیمه ده. په برېښنا بندونو گاونډیان د میلیاردونو ډالر پانگونه کولی شي، پر سړکونو د سیمې ټول هېوادونه بوختېدای شي، روغتونونه، پوهنتونونه او د فابریکو لپاره پراخه ځمکه لري او د ټولې نړۍ هېوادونه کولی شي دلته پانگونه وکړي او د کاروبار لپاره دغه ځای وټاکي.

افغان حکومت ته پکار ده، چې د دې جگړې د پای ته رسولو لپاره ژور فکر وکړي. دغه جگړه امریکا او افغان دولت نه‌‌شي گټلی او نه د امریکایانو په شتون کې زموږ خیر شته. بلکې دغه بدمرغه خلک هره ورځ یوه نوې بدمرغي راوړي او موږ هم په سیمه او هم له گاونډیو هېوادونو سره په جگړه اړوي.

افغان دولت باید ۱۸۰ درجې انعطاف وکړي. د طالبانو شرطونه ومني او له امریکایانو سره اتلس کلنې یارانې ته د پای ټکی کېږدي. ځکه دغه غوښتنه د ملت ده او حکومتونه د ملتونو استازولي کوي، نه جبر.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close