څومره نر او بهادر ثالث عمر ؤ

قاري خالد وزيروال

 

څومره نر او بهادر ثالث عمر ؤ

 په والله د عدل لمر ثالث عمر ؤ

دا جهان یې ټول مېړانې ته حیران ؤ

ځلیدلی لر او بر ثالث عمر ؤ

پاچاهي یې کړه لوګی میلمه لپاره

ورته تېر له مال او سر ثالث عمرؤ

د امت اسلامي یو ستر محسن ؤ

هر کافر ته درد سر ثالث عمر ؤ

بت شکن باندې شهرت لري نړۍ کې

څه عاجز غوندې رهبر ثالث عمر ؤ

وزیرواله کاش په ژوند دې وای لیدلای

تورو شپو ته سپین سحر ثالث عمر ؤ

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close