څوک جنګ غوښتونکي دي؟

سر لیکنه

د افغانانو ټاټوبی چې په وچه کې محاط دي د اقتصاد کچه یې له هر چا  ټیټه ده هیڅکله هم نه غواړي داسې څه ترسره کړي چې خپل معیشت نور هم زیانمن کړي او وګړي یې نور هم له فقر او لوږې سره لاس او ګریوان شي.

نړۍ په رډو ویني چې جنګ تل پر افغانانو تپل شوی، دا نور دي چې پر افغانانو یرغلونه کوي او افغانان مجبور دي څو له خپل ځان، خپل ټاټوبي او خپل دین نه دفاع وکړي، ځکه چې پر هر چا خپل ځان، خپله خاوره او خپل دین تر هر څه او هر چا ګران دي.

د افغانستان ټولنه د اسلام له پیل نه چې شاوخوا 14  پېړۍ کیږي یوه مسلمانه ټولنه ده، د نړۍ ډیری شر غوښتونکو ځواکونو هڅې کړي څو د دغې ټولنې د اسلامیت منار وشړوي او د خپل دین او فرهنګ په رنګ کې یې رنګ کړي، خو سخت ناکام شوي دي، شرمېدلي دي او سرټیټي له دې هېواده په تېښته مجبور شوي دي، له فارسیانو تر چنګیزیانو تر انګلیسانو تر روسانو او بالآخره تر معاصرو امریکایانو.

ټولو غلیمانو خپلې هر ډول  آزموینې د دغه هېواد پر وګړو او خاوره تر سره کړې او دا ټول دومره له عقل نه تش دي چې یو د بل له شرمېدلیو ناکامیو هم عبرت نه اخلي.

ټول یرغلګران دې غوږونه خلاص کړي چې دا هېواد د نړۍ د ټولو هېوادونو په پرتله دا ځانګړتیا لري چې هېڅ ډول یرغلګر  او يرغل نه مني، د هیچا غلامي نه مني، هیڅ وخت د بل په فرمایش د بل حکومت پر ځان نه مني، د بل مفکوره او عقیده نه مني، نو اړتیا نشته چې نور هم دغه قام وازمایل شي او بالآخره خپل هېوادونه په خطر کې واچوي، که له دې وروسته غلیمانو له دې خاورې لاس وانخیست او له خپلو ککریو یې دا کرغېړن سوچ او فکر ونه ویست نو افغانان به مجبور کړي چې له نورو لارو هم د یرغلګرو ملاوې ورماتې کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close