څوک دبشري حقونو سرغړونګي دي؟!

لیکوال :شهاب لیوال

د ټولې نړۍ پام د طالب کړو وړو باندې راڅرخي  دا چې طالبان څه کوي، کله یې کوي او څنګه یې کوي؟

عامه اصطلاح ده چې خلک وايي په جګړه حلوا نه تقسیمږي خو دجګړې کمیت او کیفت فرق کوي هغه دا چې طرفین دجګړې د کومو موخو لپاره جنګیږي؟ او دوی څه غواړي؟ افغانستان اشغال شوی هېواد دی، دلته دوه ډلې سره په جګړه بوختې دي طالبان  او امریکایي سرتېري، دلته به سوال پیدا شي چې بیا دا افغان سرتیري څوک دي؟ او دچا لپاره جګړه ګوي؟

طالبان ادعا کوي او وايي چې اسلامي نظام او د اشغال دخاتمې لپاره جګړه کوي چې دوی په خپله ادعا کې صادق دي. افغانستان دامریکا لخوا اشغال شوی او همداسې په کابل واکمن نظام هم دامریکایانو لخوا پر افغانانو تحمیل او تپل شوی.

امریکا په افغانستان کې خپل موخې تعقیبوي او د دې لپاره چې خپلو موخو ته پرته له ځاني تلفاتو او په ورته وخت کې خپل د پوځیانو  ژوند یې ژغورلی وي، افغان پوځ[اردو، پوليس، اربکیان او امنیت ] يې روزلي دي، په ټوله کې ویلی شو چې افغان پوځ د افغانانو  د امنیت او د افغانستان د ساتلو لپاره نه بلکې د امریکا دګټو لپاره جنګیږي ؛

تېره ورځ امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو راپور خپور کړ او په کې  طالبان یې په قصدي وژنو تورن کړي وو .

امریکایان دومره سپین سترګي دي؛ چې د خپل بام واوره د طالبانو بام ته غورځوي، اتلس کاله یې افغانستان کې جګړه وکړه او جګړه لا دوام لري خو دا چې د افغانانو  په کورونو شپنۍ چاپې ړندې بمبارۍ،  په ودونو،  جنازو،  مسجدونو او مدارسو بمباريانې کوي نو دا بیا په ښکاره ډول د دې بېلګې دي چې د دوی وحشت او بربريت ظاهروي. يې  او دا ډول بريدونه يې  هېڅ کله هم نشي توجيه کېدلی.

افغانان او نړیواله بې طرفه سازمانونه پرې خبر دي، په دوه ګوتو لمر نه پټیږي، امریکا دې خپل وحشتونه، قتلونه او نادودې په دې دروغجنو راپورونو نه توجيه کوي، دنړیوالو په سترګو دې خاورې نه شیندي، همداشان امریکا او غرب ته بايد وويل شي چې  اوس هغه وخت تېر دی کوم چې تاسو به څه ویل، افغانانو او نړیوالو به  هغه هر څه په پټو سرتګو منل.  او له امریکا څخه بايد وپوښتل شي چې  په کوم دلیل مو زمونږ هېواد اشغال کړ؟ په کوم دلیل یې اتلس کاله جګړه وکړه چې اوس د افغانانو  په عام وژنه راپور خپروي، د همدې میاشتې په جریان کې کوم وحشتونه چې امریکا او افغان پوځ په افغانانو سرته رسولي،  د مشت نمونه خروار په توګه به بس وي.

امریکایان په دې پوه شوي چې نور په افغانستان کې  د دوی پاتې کېدل  دوی ته کومه ګټه نلري، پرته له زیانه، نو ځکه خو خپل وحشتونو ته پرتوګونه ګنډي.

څومره چې مونږ راپور لرو نو طالبانو په خپل تشکیلاتو کې  ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره جلا کمیسون لري؛ یاد کمیسون په جګړیزو ساحاتو کې قوي څار لري ترڅو د دوی د نظامي افرادو لخوا په عامو خلکو ظلم، وحشت او ناروا ونه شي،  طالبان د دې لپاره جګړه کوي، تر څو خپل هېواد داشغالګرو له منګولو خلاص کړي افغانانو  ته  د سولې، امنیت او خپلواکۍ زمینه برابره کړي، نه دا چې خپل وګړي دې ووژني،  طالبان د یو قانون او  اساس تر سیوري جګړه کوي:

وَ الَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهاً ءَاخَرَ وَ لا يَقْتُلُونَ النَّفْس الَّتى حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَ لا يَزْنُونَ وَ مَن يَفْعَلْ ذَلِك يَلْقَ أَثَاماً

او (بنده ګان د الله) هغه کسان دي چې  له الله سره بل  معبود نه مني او نه وژني دوی نفس هغه چې حرام کړی دی الله. (وژل د هغه) مګر په حق سره او نه کوي زنا

امریکا زمونږ  هېواد په زوره قبضه کړئ او د دې لپاره چې خپل حضور  دلته خوندي کړي نو خامخا به له افغانانو قرباني اخلي، ځکه چې افغانان په ټوله کې د امریکا د اشغال مخالفین دي.

نو له پورتنيو څېړنو څخه څرګندېږي چې د بشري حقونو ستر سرغړونکی په ټوله کې خپله امریکا ده او ترهغه چې امریکا په افغانستان کې حضور  ولري، دا لړۍ به دوام لري  څوګ دبشري حقونو سرغړونګي دي؟!

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close