څوک ملي اتل کیدای شي؟

عزیر اسدخیل

ملي اتلولي کومه نيابتي جنګي پروژه نه ده چې پروپوزل وليکل شي او دوطن د بربادۍ په بيه  تر لا سه کړای شي

اساسي قانون هم نه شي کولاى چې د خلکو د ميني او نفرت پر محورونو پر ملت اتلان تحميل کړي

اتاترک دقانون کوم حکم نه بلکه د خپلو پلویانو زړونو  اتل کړى ا ګر که د اسلام د دښمنانو په اشاره استعمال کړای شو.

ګاندهي هم دهندي پوليسو او اردو په توره نه دى اتل شوى بلکه خپلو خلکو ته د رښتینی چوپړ له امله اتل شوی

مائو مړدى,  چين له کمونييزم څخه منحرف شو خو مائو بیا هم د هغوی اتل دى ځکه چې د هغوی زړونه یی خپل کړی وو

دنړۍ ټول اتلان دخلکو دميني پر محور دملتو نو زړونو ته وردننه شوي دي

پريږده چې داحمد شاه مسعود په هکله د اتلولۍ پريکړه دملت دزړونو پرميدان تر سره شي او وکتل شي چی ملت یې اتل بولی او که ورنه نفرت کوی.

اتلان په تیره بیا اسلامی اتلان د خپل دین او عقیدې دډګر پهلوانان وي

نه د بيګانه جګړو کرايه کشان او اجرتي قاتلان

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close