څوګ برحقه دي طالبان که مخالفین یې؟

لیکوال :شهاب لیوال

لن یصلح آخر هذاه الامة الامااصلح اولها
دا امت به کله هم اصلاح نشي مګر په هغه څه چې ددې امت مخکني خلک یی اصلاح کړي وه
افغانستان د روسانو له اشغال او بیا تر ماتې یې وروسته د اسلامي احزابو په ګرم مرکز بدل شوو، لومړیو وختونو کې دټولو نعره الجهاد فی سبیل الله وه چې هغه وخت کې دولس له تود هرکلي سره مخ شول.

دروسانو له شکست او بیا دډاګتر نجیب د حکومت له پرځیدو وروسته جهادي احزاب کابل ته دننه شول ،خوکله چې یاد حزبونه ارګ ته دننه کیږي دقدرت او شخصي غوښتونو ښکار
او دCIAاو ISI دنیابتي جګړي اصلي ممثلینو په حیث څرګند او هیواد یو بل ناورین ته مخوي،هغه ناورین چې د روسانو اشغال تري سل چنده بهتره وه، وحشتونه او هغه غیر انساني کړنې یې سرته ورسولې چې بشریت ترې شرمیږي .

دا هغه وخت وه چې استفاده جو خلکو ته له دین او اسلام نه ده ناوړه ګټې او سوءاستفادې زمینه برابره شوه ،ولس حیران وه چې ده چا داعیه ومني او دچا رده کړي، چا ته کافر او چاته مسلمان ووایې زکه عملونه سره ګډوډ شوي وه ،له بلخوا نړیوالو

دنړۍ استخباراتو په سر کې امریکا او پاکستان نه غوښتل چې افغانستان دې د پیاوړي او اسلامي نظام خاوند وي پاکستان له پیاوړي افغاستان نه ویره درلوده چې دیورند کرښه به بیا برڅیره شي او تر اټکه به راځنې واخلي ،امریکا ویره بیا دا وه چې که افغانستان کې اسلامي نظام حاکمه شي دنړۍ جهادپاله ګونډونه به افغانستان ته مخه کړي بیا به دا ورته ستونځمن وي چې یونوي قدرت سره مقابله وکړي ،زکه یې په جهادي رهبرانو کې د نفاق بزر وکاره چې تر ننه یې دجګړو ،اشغال ،ولګي ،مهاجرت،او مرګونو حاصل ورکړۍ

داچې افغانستان یو جګړه ځپلی هیواد ده، دلته د تور او سپین توپیر ګران شوئ، اکثره حزبونه ،ډلې او ګروپونه ځان برحق او سیال یې ناحقه بولي .
نن صبا هرڅوګ دحق نارې وهي او ځان برحقه بولي ،مونږ او تاسو ته څه په کار ده بس په دې آیت عمل کول چې الله تعالی خپل پیغبمر رسول صلی الله علیه وسلم ته په خطاب کې داسې فرمایې :
فَإِنْ آمَنُوا بِمِثْلِ مَا آمَنتُم بِهِ فَقَدِ اهْتَدَوا ۖ وَّإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا هُمْ فِی شِقَاقٍ ۖ فَسَیَکْفِیکَهُمُ اللَّهُ ۚ وَهُوَ السَّمِیعُ الْعَلِیمُ (۱۳۷) البقره۞
که هغوی لکه څنکه چې تاسو ورته ایمان راوړی دوي هم ایمان راوړي هدایت یې موندلۍ .او که سرغړونه یې وکړه او له حق نه بیل شول او الله تعالی به دهغوی شر له تانه بچ کړي او هغه ده اوریدونکی اوعالم.
په همدې اساس مونږ باید له هغې ډلې او جماعت نه اطاتت وکړو کومه ډله چې اسلام یې نظام او قرآن یې دژوند قانون وي،
نه هغه کسان چې په خوله مسلمان خو خپل ژوندانه چارې په کفر او طغاین کې تیروي ,غلامی او کفارو ته خدمت یې شعار او ویاړ وي
ددغه انسانانو په هکله الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته داسې فرمایې :

أَلَمْ تَرَ إِلَی الَّذِینَ یَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَیْکَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِکَ یُرِیدُونَ أَن یَتَحَاکَمُوا إِلَی الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَن یَکْفُرُوا بِهِ وَیُرِیدُ الشَّیْطَانُ أَن یُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِیدًا (۶۰) النساء۞

آیا نه دي دې لیدلي هغه کسان چې فکراوګمان کوي په هغه څه (اسماني کتابونه )چې تاته اوله تا مخکې نازل شوي ایمان یې راوړی ،درحالې چې خپل قضاوت باطل پرسته او طاغوتي حکامو ته وړي!?اګر که هغوی ته حکم شوی چې باطل باندې کافران شي .خو شیطان غواړي چې هغوی په ګمراهي کې وساتي .

او بیا الله تعالی په بل ځای کې رسول الله خطابوي او فرمایې : فَلَا وَرَبِّکَ لَا یُؤْمِنُونَ حَتَّیٰ یُحَکِّمُوکَ فِیمَا شَجَرَ بَیْنَهُمْ ثُمَّ لَا یَجِدُوا فِی أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَیْتَ وَیُسَلِّمُوا تَسْلِیمًا (۶۵) ۞

په رب دې قسم هغوی به ایمان رانه وړي ،مګر داچې خپل په اختلافاتو کې تا په داوري ونه غواړي او ورسته ستا له داوري نه په زړونو کې د غم اوخفګان احساس ونکړي او کلاً تسلیم وي.

حالات او دحزبونو کړنو ته په کتو سره دالله تعالی دهدایاتومطابق نن ورز یوازې اسلامي امارت ده چې قانون یه قرآن ده اوهدف یه اسلامي نظام اودالله تعالی قانون دالله تعالی په زمکه تطیبقول

طالبان دي چې خپل مال،ځان او ځواني یې اسلام په خاطر قربان کړی ،دولس له وینو او قربانیو یې دفاع کړی د نړۍ له وحشي دښمن سره یې دوه لسیزې خونړۍ جګړه پرمخ وړې هیڅ راز معامله یې ونکړه او دالله تعالی په دې حکم یې پوره یقین ، او عمل یې پرې وه کړ :

فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَی السَّلْمِ وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَکُمْ وَلَن یَتِرَکُمْ أَعْمَالَکُمْ (۳۵)محمد ۞
او کله هم ضعیفه او سست نشی اوله دښمنانو هغه ذلیله (سوله )ونه غواړی زکه چې تاسو لوړ یاست،او الله تعالی له تاسو سره ده ،هیڅ کله ستاسو اجر نه کموي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close