څو اسانه لارې چارې.. ګرمي کې خونه څنګه سړه ساتلای شو؟

عبدالله ګل

د لاندې څو لارو چارو په ترسره کولو سره کولای شو چې د خونې (کمرې) ګرموالی راټیټ کړو:

  • د کړکۍ په بندولو سره لمر له خونې لیرې وساتئ، ځکه د کړکیو په پرانیستلو سره لمر مستقیما خونې ته ننوځي. د ورځې مهال د پردو بندول هم مه هېروئ، او کله چې ماښام خوا ته هوا لږ څه یخه شوه، وروسته یې خلاصې کړئ.
  • ټولې برېښنايي آلې لکه کمپيوټر او ټلوېزون بند کړئ – که یې نه استعمالوئ. ځکه دا آلات ګرمي جوړوي. همداراز، د بلبونو (برېښنا ګروپونو) شمېر چې څومره کم وي، هغومره د خونې ګرمي کموي.
  • له خونې اشپزخانه مه جوړوئ، (دننه خواړه مه پکې پخوئ.) اشپزخانه په کور کې تر ټولو ګرم ځای دی.
  • د خونې د سړې ساتلو یوه بله لار دا ده چې د پنکې (پکه / پنکه) مخ ته په یوه کاسه کې یخ (واوره / یخی) کښېږدئ، چې په دې سره په خونه کې سړه هوا خپره شي.
  • د خونې او یا کړکیو مخ او شاوخوا ته د ونو او بوټو کرل هم خونه له ګرمۍ ساتي. د ونو او جګو بوټو کرل له خونې د لمر بندولو اسانه لار ده.
  • د دېوالونو سپین رنګ د ګرمۍ په کمولو کې مرسته کوي. همداراز، پر کړکیو سپینې پردې ځړول هم د خونې په سړوالي کې ګټه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close