څو ساعته خوب باید وشي؟

د خوب پوره کول یوه اساسي اړتیا ده. که خوب پوره نه شي، نو پایله یې د طبیعت د خټه والي او د نورو ناروغیو په صورت کې راوتلای شي.

د زرګونو ناروغانو د حالت تر څېړنې وروسته دا څرګنده شوې چې د خوب او عمر تر منځ مستقیم ارتباط شته. څومره چې خوب کم وي، عمر به هم کم وي. نو که غواړئ چې زیات او روغ ژوند تېر کړئ، نو د خوب پوره کولو ته باید پوره پاملرنه وکړئ.

د خوب زیاتې ګټې دي. د بدن او ذهن هیڅ داسې غړی نشته چې د خوب کمښت بد اغېز پرې نه کوي. خو خوب باید قدرتي او طبیعي وي، ځکه د خوب د ګولیو کارول نورې ناروغۍ زېږوي.

د خوب د کمښت په صورت کې انسان د الزایمر (هیرې)، سرطان، چاغښت، شکرې، خفګان او د ذهني ناروغیو په ګډون په ګڼو نورو ناروغیو اخته کېدای شي.

نو څو ساعته خوب باید وشي؟

لنډ ځواب دا دی چې خوب باید تر اووو ساعتونو کم نه وي.

تر اووو ساعتونو کم خوب د انسان پر بدني او ذهني فعالیت او د ناروغیو پر وړاندې د بدن پر مدافعتي نظام بد اغېز کوي.

شل ساعته پرلپسې ویښ اوسېدونکی کس د هغه نشه يي په څېر دی چې تر اندازې زیات نشه یي توکي یې څکولي وي.

د خوب د کمښت یوه ستونزه دا ده چې تاسو  یې سمدستي پر بدو اغېزو نه پوهېږئ. دا بالکل داسې ده لکه په نشه کې یو غرق کس چې ځان تر هر وخت ښه بولي، خو نور خلک پوهېږي چې ښه نه دی.

سرچینه
بي بي سي انګلیسي
ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close