څو ورځې په کابل کې

صفي الله رائد

کابل: د افغانستان پلازمېنه ده. دا سيمه د افغانستان ختيځ لور ته پرته ده او د افغانستان د څلوردېرشو ولايتونو څخه يو ولايت ګڼل کېږي.

د کابل ولايت مرکز د کابل ښار په نامه يادېږي او همدا ښار دسمندر د سطحې نه ۱۸۰۰ متره په لوړه کې پروت دی او په همدې توګه دا يو د هغو پلازمېنو څخه دی چې په نړۍ کې تر ټولو لوړه سطحه موقعيت لري.

د ۱۳مې پېړۍ په پيل کې کابل په ټوله نړۍ کې د زده کړو ځای او د ښکلو ځايونو په کتار کې شمېرل کېده.

په رېښتیا چې کابل نوم درلود، کابل نېښان درلود، کابل یوه سپېڅلتیا درلوده، کابل یوه رڼــا او یه ښکلې هوا درلوده.

له بده مرغه په تېرو څو کلونو کې یې دغه سپېڅلتیا د یرغلګرو او اشغال ترڅنګ، ډېرو پلورل شویو رسنیو ککړه کړې وه، ډېرو رسنیو يې په ډېره بدسترګۍ دکابل له رڼــاګانو بله ډیوه دبل په لمسون مړه کړې وه، کابل یې بې خوند او بې قدره کړی ؤ، کابل مې ولید، کابل خفه وه، کابل غمزده وه، کابل بې چاره وه.

هو! کابل په همدې کرغېړن حالتو کې دژوند کړۍ تېرولې.

کابل ښار کې وګرځېدم:

کابل کې سکون نه وو، قرار نه وو،  ارام نه وو؛ هو! کابل د پلورل شویو فحاشو رسنیو په لاس کې وو.

دغو فحاشو رسنیو  د یرغل لپاره دخلکو ذهنیتونه جوړول، او یرغل یې بیا د سولې ساتنې، امنیت ساتنې، اونورو نومونو او چترونو ترعنوان لاندې ترسره کول، په دغه پلیت ذهنیت جوړونه کې ترټولو مهم رول همدغو پلورل شوې رسنیو لوباوه.

 هو! دا هغه رسنۍ وې چې د اسلام دښمنانو له لورې تائسیس کېدې او ددوی لخوا یې پوره ملاتړ کېده؛ برنامې ورته جوړېدې، مشاورین ورته استخدامېدل.

 “یادې  کرغېړنې  رسنۍ دنده لري چې له یرغل او یرغلګرو سره دخلکو حساسیت له مېنځه یوسي، او د اشغال مزید اوږدېدو لپاره زمینه برابره کړي، ملت نا امیده کړي،او د یرغلګرو په نه شتون کې روښــــانه راتلونکې ددوی ترنظر توره شپه ښـــکاره کړي”.

دا د پلازمېنې کابل ښار پورې تړلې کیسې او خاطرې وې؛ له ښار بېرون بیا داسې نه وو، هلته کابل بیا ښه وو، کابل نا آرام نه وو، کابل ارام، خلک یې ارام وو.

ومو غوښتل تر څو د پلازمېنې کابل ښار سربېره د خاک جبار او سروبي ولسوالیو ته چې دا څو کاله د طالبان تر کنټرول لاندې دي هم ولاړ شم، هلته دعامو خلکو ژوند ووینم او له طالبانو وروڼو سره دعامو وګړو  د ژوند شپې او شېبې له نېږدې وڅارم.

همداسې وشول تر خاکجبار ولسوالۍ وړاندې لومړی سروبي ته لاړو،  غرمه مهال داسې یوې سیمې ته ورسېدو چې د طالبانو تر ولکې لاندې دره وه.

عام خلک او کلیوال په خپلو کارونو بوخت ول، هر خوا عام کلیوال او تنکي طالبان ګډ ګرځېدل.

هو! دلته نو د کابل فضا ډېره بدله وه؛ دلته خلک خوښ، ارام او آزاد برېښېدل.

دلته چې د کابل پر ځمکه څومره سکون وو، آسمان یې هم دومره صاف اوستره  برېښېده.

خلکو یې د یوې پاکې هوا او پاکو اوبو سربېره یو ارام او پر سکون ژوند درلود.

په دې ساده کلي کې د طالب غوزنګ ګڼه ګوڼه ډېره وه، هر خوا به څڼور طالبان پر موټر سایکلونو سپاره ګرځېدل.

د یو څو شېبو لپاره یوې ټولې ته ورغلو، معصومې او له ښکلا ډکې څهرې پکې اوړېدې راوړېدې،  باور مې نه کاوه چې دا دې هم کابل وي ..!؟

کیسې یې خوږې او خبرو کې یې خورا  خوند پروت وو.

 یو دنګ، ښایسته ځوان مو ولید، چې په سپین مخ یې د معصومیت نښې له ورایه ښکارېدلې، یوې ښکلې تورې ولول پګړۍ یې ښکلا لا یو په دوه کړې وه، سپېڅلې نازکې شونډې یې پر مسنونو اذکارو ښورولې.

 ترې ومې پوښتل: ” د کابل ښار ډېر نېږدې ندی؟!!

ویل: هو! ډېر نېږدې دی،  دغه پاس غره نه د پلچرخي زندان ښکاري.

یو بل طلب ته مې وویل: د ژوند کومه ښه خاطره لرې؟!

وې خندل: وای زه به درته یوه کیسه وکړم:  دلته څه موده وړاندې د امنیت یو غټ کارمند په خپل موټرکې  د نیشې په حالت کې را خطاوتی وو، ښه شیک موټر ورسره و او سیده په دې سرک زمونږ سیمې ته را ننوت.

وای کله چې مونږ ور ورسیدو دی لا د نیشې په حال و، دی مو د موټر شا سیټ ته واچوه او مونږ موټر را روان کړ خو په موټر کې داسې یو سي ډي ټایپ لګیدلی وو چې مونږ یې پر سر اوبر نه پوهېدو، په سیډي کې ډېر بد بد شیان راتلل، غږ یې هم جیګ وو، امنیتي شرابي نیشه و او مونږ ټیپ ګل کولای نشوای، وای بلاخره مو خوړ کې موټر ودراوه او یوه تیــګه مو را واخیسته ټکه ـ ټکه هغه سي ډي ټایپ مو په ماتولو ماتولو بند کړ، بله ورځ دغه ټایپ چا ولید ویل یې داخو شاوخوا د دیرشو زرو قیمت لري کاش نه وای مو مات کړی.

د طالبانو د یو ډلګۍ مشر څخه مې د ډوډۍ خوړلو پر مهال د خوراک څښاک پوښتنه وکړه، ویل: “یوه ورځ مې د خوراک پر مهال ملګرو ته ویل: بسم الله مو وویله؟!

وای: یو ملګري مې راته وویل: قسم ده دا څو ورځې پرلپسې مو پخ کړی خوراک نه وو خوړلی؛  بیخي رانه د بسم الله ترتیب هېر شوی وو.

 دې دردونکې کیسې یې نو سترګې له اوښکو را ډکې کړې.

سترګو  کې مې د ځینو کابل ښاریانو دژوند شېبې هم ودرېدې چې له کبابونو سره لوبې کوي او دلته ..!!!

هو! دا هم د کابل ولایت یو څنډه وه  خو له ښار سره یې خورا توپیر و؛ ځکه ښار کې نارامي وه، غلامي وه،  ارام او قرار نه وو.

خو دلته په دې سیمه کې سکون و، راحت و آزادي وه، زندګي وه..

د یو آزاد او پر امنه افغانستان په هیله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close