څڼور خلک وژني / اختر جان مشفق

اختر جان مشفق

د اختر ورځې رانږدې وې چې څڼور زلمي له غرونو کلي ته، او له کلي تر ښاره داسې یو ناڅاپي راغلل لکه د  سهارني لمر څرک. د دوئ په لېدلو کوچني ماشومان له ډېرې ویرې په دې چېغو سره چې (څڼور خلک وژني، څڼور خلک وژني) د خپلو کورونو په لور رهي شول، او په منډه د خپلو ملالیو مېندو تر غېږو ورسېدل.

یوې ملالې مور چې د خپل معصوم بچي معصومه او وېرېدلې څهره ولېده نو له زوی یې پوښتنه وکړه، څه شوي دي زوی جانه؟

 ماشوم ځواب ورکړ مور ، مورجانې! کلي ته هغه څڼور راغلل چې په مکتب کې استاذ او همزولو به راته ویل چې (څڼور خلک وژني).

ملالې مور یې په ډیره خوږه لهجه خپل زوی ته وویل، نه زویه جانه! کوم څڼور چې ته یادوې هغه د خدای جل جلاله په ځمکه د انسانانو په جامه کې فرښتې دي چې شر او فساد ختموي.

هغه څڼور چې خلک وژني هغه یو ډول کاغذ دې چې د څڼور سړي عکس پرې انځور دی، ځیني خلک یې ډالر او ځیني خلک یې څڼور یادوي.

ددې خبرې په اورېدو ماشوم له کوره د چاکلېټو خلته واخیسته، په منډه بېرته له کور ووت او په څڼورو زلمو یې د خوږو چاکلېټو باران جوړ کړ.

پای

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close