څیړنه: غوڅ اکثریت کاندیدان د ټاکنو په شفافیت باور نه لري

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۳)
په یوه تازه تر سره شوې څیړنه کې په ډاګه شوې چې لوی اکثریت د ټاکنو په شفافیت باوري نه دي او په ډیر نوماندانو کې د زدکړو د اسنادو ستونزې لا هم پرځای پاتې دي.

دا څیړنه د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز له خوا د کابل د انتخاباتي حوزې په ۴۰۰ نوماندانو ترسره شوې، چې له ډلې یې ۲۰۳ تنو د دې ټولپوښتنې سوالونه ځواب کړي دي.

د دې بنسټ ویندوی جمعه خان پویا وایي، د دې څیړنې د ترسره کیدو هدف یې د نوماندانو د تعلیمي سویې ارزول، د هغوی سیاسي درک مالومول او د انتخاباتو پر کمیسیون د هغوی د باور معلومول وو.
د ټولپوښتنې پر اساس، ۳۷ سلنه نوماندان د ټاکنو پر پروسه اعتماد نه لري، ۳۶ سلنه تر یوه حده باوري دي، ۲۰ سلنه کاملاً باور لري خو ۵ سلنه بیا دې انتخاباتو ته هیڅ باور نه لري.

د دې څیړنې له مخې، زیاتره نوماندان په پوره ډول سیاسي او حقوقي پوه هم نه لري چې په اساس یې ۲۲ سلنه نوماندان قابل د قبول، ۳۳ سلنه نسبتاً ښه ارزول شوي او ۴۵ سلنه بیا هیڅ د قبلولو لیاقت نه لري.

څیړنه کې د تحصیلي اسنادو ته هم اشاره شوې چې، ۸ سلنه نوماندان د دوکتورا تر کچې زدکړې لري، ۲۹ سلنه یې ماسټري لري، او ۶۰ سلنه یې لیسانس دي، خو ۵ سلنه یې آن د دولسم او څوارلسم ټولګیو په اسنادو نوماند پیژندل شوي.

د څیړنې پر اساس، ۵۷ سلنه نوماندان له انساني علومو فارغ ښوودل شوي، د ۲۷ سلنو له ساینسي زدکړو فراغت شوی او ۱۴ سلنه نوماندانو دیني زدکړې کړې دي.

دغه راز ۴۰ سلنه نوماندان له ۴۵ تر ۶۰ کلنو عمر لري او ۳۰ سلنه یې ځوانان ښوودل شوي دي.

څیړنه کې ښوودل شوي، چې ۶۵ سلنه نوماندان د عمومي منافعو لپاره راوتلي خو ۳۷ سلنه یې خپلو شخصي ګټو په سر اخیستي دي.

دغو ټاکنو ته شاوخوا ۲۵۰۰ نوماندانو ځانونه انتخاب کړي چې له ډلې به یې ۲۵۰ تنه ټاکل کیږي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close