څېړنه: اونۍ کې دوه ځل وزن پورته کول دماغو ته ګټه لري

کابل ټکی کام ۰۴عقرب/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

له ۶۵ تر ۷۵ کلونو د عمر پر يوه ستره ډله مېرمنو شوې څېړنې ښودلې ده، چې هغه مېرمنې چې په اونۍ کې لږ تر لږه دوه واره درانده شيان پورته کوي، د دماغو له خرابۍ او د سپينې دماغي مادې له له منځه تلو سره لږ مخ دي.

دغه څېړنه چې په امريکايي ورځپاڼه نيو يارک ټايمز کې خپره شوې ده، ليکي چې په اونۍ کې لږ تر لږه دوه واره دروند وزن پورته کول د دماغو روغتيايي حالت ښه کوي.

څېړنې زياته کړې ده، چې سره له هغه غښتلتيا چې دماغ يې لري او د ژوند له طريقې سره سم چلېږي، خو د عمر په ډېرېدو له ډول ډول ناروغيو سره مخ کېدای شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close