څېړنه: لږ خوب د شوګر، وزن ډېرېدو او خپګان لامل کېږي

کابل ټکی کام ۵ سنبله ۱۳۹۴ د ترکيې د تراقيا پوهنتون د طب پوهنځي د څانګې استاذ پروفيسير يحيی چيليک وايي، له طبيعي اندازې لژ خوب کول د ډېرو روغتيايي ستونزو لامل کېدای شي، چې شوګر، د وزن ډېرېدل او خپګان يې په سر کې دي. نوموړي د طبيعي خوب اندازه له ۶ ساعتونو تر ۸ ښودلې ده. پروفيسر چيليک پرون چهارشنبه د پوهنتون په روغتون کې د يوه خبري کانفرانس پر مهال زياته کړه، په داسې حال کې چې يو تن په پر له پسې توګه دوه يا درې ورځې ويده نه شي، هغه له ډېرو عصبي ستونزو سره مخ کېږي، تر دې چې د مرګ امکان يې پيدا کېږي. هغه دې ته هم اشاره کړې، چې له اندازې ډېر خوب هم تاوانونه لري، چې له ۱۰ يا ۱۲ ساعتو ډېر خوب بدن نه اراموي. چيليک ټينګار کړی، چې د خوب وخت څومره مهم دی، ښه والی يې هم همداسې دی، د هغه په وينا د دې لپاره چې انسان د شپې له خوبه خوند واخلي، ماخوستن مهال دې داسې مشروبات نه څکي، چې خوب تښتوي، همدا راز دې داسې کار نه ترسره کوي، چې بدن يې ستړی کوي او چې څنګه پرې پرکالي راشي، د خوب کټ ته دې ولاړ شي، دغسې دې په کټ کې تر هغه نه پرېوزي تر څو چې يې خوب ته شوق نه وي راغلی. ترکي پروفيسر د ژور خوب لپاره ويلي دي، چې د خوب خونې تياره ماحول، په خوب خونه کې تلويزيون نه ايښودل، د خوب کټ راحت ورکوونکی جوړول او له خوب وړاندې سخت کتابونه نه لوستل په ژور خوب کې مرسته کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close