څېړنه: مېرمنې په پخلنځي کې په لوښو مينځلو ذهني ارام ترلاسه کوي

څېړنه: مېرمنې په پخلنځي کې په لوښو مينځلو ذهني ارام ترلاسه کوي
کابل ټکی کام ۱۰میزان/۱۳۹۴: قدرت الله حسین

د امريکا په فلوريدا کې په شوې يوه تازه څېړنه کې څرګنده شوې ده، چې د لوښو مینځلو پر مټ نه يوازې دماغ ارام ترلاسه کوي، بلکې ذهني فشار هم له منځه ځي.

لوښو مينځل که څه هم هر چا ته ګران ښکاري، خو ساينسپوهانو معلومه کړې ده، چې که څوک خپل دماغ ارام غواړي او له ذهني فشاره ځان ژغوري، نو د کور کارونه دې ترسره کړي او په ځانګړي ډول له لوښو مينځلو دې بالکل ځان نه ساتي، بلکې په شوق دې يې ومينځي.

په «فلوريډا سټيټ پوهنتون» کې شوې دغې څېړنې څرګنده کړې ده، چې کورني کارونه او په خاص ډول لوښي وينځل، ذهني فشار له منځه وړي او ماغزو ته ارام بښي.

څېړنه کې ويل شوي دي، چې که د لوښو وينځلو کار په توجه سره وشي، نو په يقين سره نه يوازې دا چې ذهن به مو ارام وي، بلکې ذهني پرېشانۍ او خپګان به مو هم له منځه تللی وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close