څېړنه: کارځای کې اوږد کار کول عصبي ناروغۍ زېږوي

کابل ټکی کام ۱۸وږی/ ۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
په يوه نوې څېړنه کې ثابته شوې ده، چې د کار ځای کې د ډېرو ساعتونو لپاره کار کول د عصبي ناروغيو په پيدا کولو کې ستر رول لري.
ډېری کارکوونکي په دې هڅه کې وي، چې ژر خپل کارونه تمام کړي او د کور لار ونيسي، کېدای شي داسې څوک هم وي، چې هغه د ډېرو ساعتو لپاره کار کول غوره بولي، خو د څېړنې مطابق انسان د ډېر کار کولو پر مهال د يوازې والی ښکار کېږي.
په دې اړه په برتانيه کې په شوې يوه تازه څېړنه کې څرګنده شوې ده، چې په کارځای کې د ډېرو ساعتو لپاره په پرله پسې توګه ايسارېدل د عصبي ناروغيو د پيدا کېدو ګواښ زياتوي.
څېړنې ښودلې ده، چې هغه کسان چې په اونۍ کې ۵۵ ساعته کار کوي، هغوی ۳۳ سلنه ډېر د عصبي ناروغيو له ګواښ سره مخ وي.
څېړنې زياته کړې ده، چې نه يوازې اوږد کار کول د انسان دماغو ته زيانمن دي، بلکې د اونۍ د رخصتۍ پر ورځ هم کار کول اعصابو ته خطرناک دي.