چارواکي: داعش ډله په کنړ کې نه فعاليت لري او نه مرکزونه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۴) الماس خدرخېل

د کنړ ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې تر دې دمه د داعش ډله نه کوم فعاليت لري او نه هم کوم مرکز.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د کنړ امنيه قومندان جمعه ګل همت ويلي و، چې داعش ډله د دغه ولايت په کوهستانی او لرې پرتو سيمو کې راڅرګند شوي دي.

په ورته وخت کې د کنړ د والي وياند غني مصمم وايي: “چې د داعش ډلې جګړه ماران تر دې دمه نه په کنړ کې فعاليت لري او نه يې مرکزونه شته، هغه زياتوي چې افغان ځواکونه به په سيمه کې داعش ډلې ته اجازه ورنکړي چې دوی دلته فعاليت وکړي”.

داسې ويل کېدل، چې په ننګرهار کې د داعش ډلې تر زپلو وروسته دغې ډلې په کنړ ولايت کې سر راپورته کړی دی.

د ننګرهار چارواکي وايي، چې داعش ډلې د ننګرهار ولايت په پچير اګام کې د ملکيانو ۲۳۰ کورونه سوزولي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close