چارواکي: درې مياشتو کې به وردوج او یمګان ولسوالۍ له طالبانو ونيسو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۱) الماس خدرخیل

د بدخشان ولايت چارواکي وايي، چې دوی په پلان کې لري چې په راتلونکو درې مياشتو کې د دغه ولايت دوه ولسوالۍ (وردوج او يمګان) بيرته له طالب وسله والو ونيسي.

دغه دواړه ولسوالۍ يونيم کال مخکې طالبانو د يوې جګړې په ترڅ کې له حکومته ونيولې.

په دې اړه د بدخشان د والي مرستيال ګل محمد بېدار ازادۍ راډيو ته وويل: “په دغو ولسواليو کې کافي امنيتي ځواکونه لرو، سږکال مو طالبان پرمختګ ته نه دي پرېښي، پروګرام دا دى چې په راتلونکو درېيو مياشتو کې دغه دوې ولسوالۍ د طالبانو له تصرف څخه خلاصې کړو، پر همدې مصمم يو او اراده لرو.”

نوموړي زياته کړه، چې افغان ځواکونه په نورو ناامنه ولايتونو کې په عملياتو بوخت دي، د دې لپاره په دې ولسواليو کې د تصفيې عمليات ټکني شوي دي.

سيمه ييزو چارواکو  تر دې مخکې هم د وردوج او يمګان ولسواليو د بېرته نيولو لپاره د پوځي عملياتو د پيل خبره کړې وه.

د يادونې ده، چې بدخشان د افغانستان په شمال ختيځ کې مهم ستراتيژيک موقعيت لري، چې په دې وروستيو کې طالبانو د شمالي ولايتونو په زياتره سيمو خپله ولکه ټينګه کړې او له حکومته يې زياتې سيمې نيولي دي.

طالبانو لا تر دې دمه د چارواکو د دغه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تېره ورځ يې په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي و، چې دوی په افغانستان کې د وسله والې مبارزې لپاره خپل کافي جنګیالي لري او د هیواد په غرب او شرق کې به د ملت په ملاتړ د هر نوع تهديد مخنيوی کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close