چارواکي: د اروزګان چنارتو ولسوالۍ د سقوط وروستۍ شیبې شمیري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۴)

د ارزګان ولایت ځایي چارواکي وایي، تیره شپه د طالبانو په بریدونو کې لسګونو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې او طالبان د ولسوالۍ حدودو ته رسیدلي.

د چنارتو ولسوالۍ امنیې قوماندان اختر محمد وايي، تیره شپه پر دغه ولسوالۍ د طالبانو په حمله کې د ملي اردو ۴۴سرتېري وژل شوي یو شمېر ټپيان او ځینې ژوندي ورک دي.

نوموړی زیاتوي، اوسمهال د پولیسو پر پوستو بریدونه روان دي او په خبره یې چې

“ چنارتو ولسوالۍ طالبانو سخته محاصره کړې او که اضافي سرتېري راونه رسېږي ولسوالي به سقوط وکړي“

قوماندان وایي، ځواکونه یې له سختې لوږې سره مخ دي او د امکاناتو کمبود یې هم لویه ستونزه ده چې په باور یې ښایي د ولسوالۍ مرکز ترې ژر له لاسه ووځي
نوموړی له مسؤلینو ګیله کوي چې هیڅ راز مرسته یې ورسره نه ده کړې او په خبره یې چې

“زه نه پوهېږم چې دا زموږ څنګ مشران دي، زموږ ولسوالي طالبانو له دریو شپو راهیسې سخته محاصره کړې او لسګونه افغان سرتېري یې وژلي، خو دوی له موږ سره هېڅ مرسته نه کوي او زموږ خبرې دروغ بولي“

خو د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، چې ځانګړي ځواکونه یې سیمې ته استولي او جګړه به کنترول کړي.
طالبانو تیره ورځ په یوه خبرپاڼه کې په یاده ولسوالۍ کې د ۵۵ افغان سرتیرو د وژل کیدو خبر ورکړی و.

په ورته مهال طالبانو د اروزګان په مرکز تیرینکوټ کې هم پرمختګونه کړي
د ارزګان ولایت په امینه قوماندانۍ کې یوه ځايي باوري سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې په مرکز تیرینکوټ کې ۱۲ افغان سرتېري وژل شوي او یوشمېر نور هم ټبپان دي.

خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې وایي ،چې د ترینکوټ د سرخوم په سپین مسجدسیمه کې یې ۳پوستې نیولې ۲۰ تنه عسکر یې وژلي او ۱۵ میله سپکه او درنه وسله یې لاس ته ورغلې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close